
افغان حکومت:چين دې د برښنا د توليد په برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شريکې کړي
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي د چين د سيچوان ولايت په چينګدو ښار کې د برښنا د توليد له مرکز څخه چې په دې هيواد کې د برښنا له سترو منابعو څخه دي، ليدنه وکړه.
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي د چين د سيچوان ولايت په چينګدو ښار کې د برښنا د توليد له مرکز څخه چې په دې هيواد کې د برښنا له سترو منابعو څخه دي، ليدنه وکړه. د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې، مولوي اميرخان متقي د دغه شرکت له مسئولينو سره د افغانستان او چين ترمنځ د برښنا انرژۍ د همکاريو د پراختيا په باب خبرې وکړې او له هغوى څخه يې وغوښتل چې له افغانستان سره د بريښنا انرژۍ د توليد په برخه کې خپلې تجربې شريکې کړي. د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د دې شرکت مسئولينو ته ويلي: افغانستان د برښنا، باد، لمريزې او ډبرو سکرو په برخه کې هم پراخ ظرفيت لري او د چين په ګډون د بهرنيو شرکتونو او پانګوالو د پانګونې لپاره مناسب چاپېريال برابر شوي دي.د يادونې وړ ده، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ د هماليا ترانسپورټ فورم په درېيمه غونډه کې د ګډون په موخه چين ته تللى.