ګزارش

افغان انجنیرانو د طوطي په نوم اپلیکېشن نړۍ ته وړاندې کړ

 شریعت: د افغاني انجنیرانو په لاس جوړ شوی د طوطي په نامه د اړیکو نیولو، نظر خپرولو، سوداګرۍ، ژباړې، ماشوم روزلو... اپلیکېشن د شنه طوطي شرکت لخوا پرون د یوې غونډې په ترڅ کې د ټکنالوژۍ او انلاین نړۍ ته د خدمت کولو په پار وړاندې شو. دغه اپلیکېشن چې د نړۍ په هر ګوټ کې د کارولو وړ دی، د یو افغان شخص برهان الدین رباني له لوري رامنځته شوی دی.

 شریعت: د افغاني انجنیرانو په لاس جوړ شوی د طوطي په نامه د اړیکو نیولو، نظر خپرولو، سوداګرۍ، ژباړې، ماشوم روزلو… اپلیکېشن د شنه طوطي شرکت لخوا پرون د یوې غونډې په ترڅ کې د ټکنالوژۍ او انلاین نړۍ ته د خدمت کولو په پار وړاندې شو. دغه اپلیکېشن چې د نړۍ په هر ګوټ کې د کارولو وړ دی، د یو افغان شخص برهان الدین رباني له لوري رامنځته شوی دی.

په همدې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د شنه طوطي شرکت بنسټګر او رییس برهان الدین رباني د ساینسي پرمختګ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې هڅه کوم په افغانستان کې د پیسو د سالمې ساتنې لپاره د انلاین پیسو راکړې او ورکړې سیستم رامنځته کړم ترڅو د افغانستان په ټکنالوژۍ کې یو بل قدرت او قوت اضافه شي. رباني نورو افغانانو ته په اشارې وایي چې زموږ شعار یوازې د سټېج پر سر وي، خو حقیقت کې ډېر ناچیزه عمل لرو. نوموړي دا هم وایي، چې د طوطي اپلیکېشن په کارولو هر شخص کولی شي په راحتۍ سره په هره ژبه خبرې وکړي او په هره ژبه باندې پوه شي.

د شنه طوطي شرکت د ټکنالوجۍ او نوښتونو برخې مرستیال وارث محمدي وایي چې د طوطي اپلیکېشن د واټساپ، فسبوک او انسټاګرام اپلیکېشنونو ته ورته یو نړیوال او ټولنیز اپلیکېشن دی، چې د اړیکو لپاره کارول کېږي، خو له دغه نورو اپلیکشنونو سره یې فرق په دې کې دی، چې د طوطي اپلیکېشن معلومات او سیستم په افغانستان کې د افغاني انجنیر تر څارنې لاندې فعالیت کوي. هغه یې د ژباړې برخې په اړه وایي چې دا اپلیکېشن څه باندې ۱۳۳ رسمي ژبې یو بل ته ژباړي.

د نوموړي شرکت مسوولین د طوطي اپلیکېشن ځانګړنې په دې ډول بیانوي: طوطي یو نوی اپلیکیشن دی، چې د هر ډول اړیکو نیولو، د پنځه جي بي خوندي ذخیرې، د والدینو له لوري د خپلو ماشومانو د کنټرولولو، له غږ څخه متن او له متن څخه غږ ته د بدلولو، د متن ژباړې، د ګروپ او چینل مدیریت او د پروګرام په دننه کې د خرڅلاو د ځانګړنو په لرلرو سره اړیکې یوه نوي پړاو ته ننباسي او د کارونکو محرومیت، امنیت او لاسرسی تضمینوي. دغه اپلیکېشن د پیسو ګټلو انلاین طریقه هم لري، چې کاروونکي به یې د څومره مخاطبینو او کارولو په اندازه پیسې له افغاني بانکونو او نورو انلاین طریقو ترلاسه کوي.

د اطلاعات او کلتور وزارت، د هنر او فرهنګ مرستیال عتیق الله عزیزي د نوموړي اپلیکېشن جوړونکي وستایل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به په ورته هڅو کې هر افغان ته د فعالیت زمینه مساعده کړي. ښاغلی عزیزي زیاتوي: دغه اقتصادي، علمي، تخنیکي، هنري سافټویر او ځيرکتیا چې د طوطي اپلیکشن په نوم دی زموږ د ویښو انجنیر لخوا جوړ شوی دی او یقیناً چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده.

خو له همدې انجینر صاحبانو څخه یوه غوښتنه ده هغه دا چې دا ټولنه زموږ او ستاسو خپله ټولنه ده. هر تخلیق چې کوئ نو باید د دې هېواد افکار، ارزښتونه او دیني ځانګړنې په نظر کې ونیسئ.

دې غونډه کې ځینو دیني عالمانو هم خبرې وکړې؛ د طوطي اپلیکېشن جوړونکي یې وستایل او ورته کارونه یې د اسلام یوه مهمه برخه وګڼله او له افغانانو یې وغوښتل چې شعار پرېږدي او په عمل کې دې هېوادوالو ته د اسلامي نظام تر سیوري لاندې سهولتونه برابر کړي.

د شنه طوطي شرکت په افغانستان کې یو نړیوال شرکت دی، چې د ټکنالوجۍ او نوښتونو په برخه کې کار کوي او د طوطي اپلیکېشن یې یوه برخه ده، چې د انلاین اړیکو په برخه کې کار کوي.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button