اقتصاد

افغاني زعـفرانو لـومړی مقام خـپل کـړی

د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د بلجیم د ذایقې له نړیوال انسټیټوټ څخه د خوند په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړی. په یاد انسټیټوټ کې د افغانستان په استازیتوب د هراتي شرکت زعفرانو څخه لابراتواري ازموینه اخیستل شوې او یاد مقام یې خپل کړی دی.

د بلجیم په ذایقې نړیوال انسټیټوټ کې هر کال د ټولو هېوادونو زعفران ارزول کېږي، چې سږ کال یو ځل بیا د افغانستان زعفران تر ټولو غوره بلل شوي دي. د کرنې وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد د ۲۶ ولایتونو اته زره او ۳۰۴ هکتاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې وه، چې له دغو کروندو  څخه ۲۳.۲۴۹ مټریک ټنه زعفران راټول شوي دي. له یادو زغفرانو  له ډلې ۲۲.۲۴۰ مټریک ټنه یې د هرات ولایت څخه راټول شوي وو.

زغفران د افغانستان غوره نباتي صادراتو کې شمېرل کیږي چې د نړۍ په ګڼو بازارونو کې مینوال لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button