اقتصادګزارش

افغاني بانکنوټونه د نړیوالې درجه بندۍ په سر کې راځي

بلومبرګ رسنۍ راپور ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د ثبات له اړخه افغاني بانکنوټونه د نړیوالې درجه بندۍ په سر کې ځای لري او د افغانيو ارزښت ۹ سلنه لوړ شوی دی.

بلومبرګ رسنۍ راپور ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د ثبات له اړخه افغاني بانکنوټونه د نړیوالې درجه بندۍ په سر کې ځای لري او د افغانيو ارزښت ۹ سلنه لوړ شوی دی.

د راپور له مخې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ پراختیا هغه عمده لامل دی،چې د دغه هېواد کرنسي په لومړي سر کې ځاى لري.

راپور زياتوي، د افغانستان اسلامي امارت لخوا د خپلې واکمنۍ په تېرو دوو کلونو کې د پاکستانۍ کلدارو نه کارول، له افغانستانه د ډالرو د وتلو مخنیوی او د انلاین سوداګرۍ غير قانوني اعلانولو سره په نړیوال بازار کې د افغانیو ارزښت ساتلی دی.

د افغانستان بانک ویاند اصف نوري شریعت ورځپاڼې ته وویل:  «دافغانستان بانک په خپل غوره مدیریت او د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره توانېدلی،چې د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ له ارزښت څخه په ښه ډول ساتنه وکړي».

نوري زیاته کړه ،دا مهال افغانۍ په نړیواله کچه د یو با ثباته پولي واحد په توګه منل شوې او په کور د ننه یې د تېرو کلونو په پرتله په سوداګریزو راکړو ورکړو کې کارونه زیاته شوې ده.

ښاغلی نوري وایي،په راتلونکي وخت کې به هم د افغانستان بانک ټوله هڅه دا وي چې د افغانۍ د ارزښت ساتنې لپاره د پولي سیاست له بېلابېلو ابزارونو ګټه پورته کړي او په دې وسیله خپلې لومړنۍ موخې ته، چې د کورنیو بیو ثبات دی، ځان ورسوي.

بل لور ته د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وویل:د هیواد د اقتصادي وضعیت په اړه د بلومبرګ راپور نړۍ ته د افغانستان د رښتیني پرمختګ او اقتصادي خوځښت یو روښانه انځور وړاندې کوي او زموږ د هېواد د موثرو مالي او اقتصادي پالیسیو د اجرااتو او اغېزمنتوب څرګندونه کوي.

 د هغه په وینا په ځانګړې توګه د افغانستان اسلامی امارت له لوري  د پولي او مالي سیستم د مسلکي مدیریت په برخه کې شوي پرمختګونه د بهرنیو هېوادونو له خوا هم ستایل شوي دي.

دا پرمختګونه په داسې حال کې شوي، چې له يوې خوا موږ ته تېرې ادارې ګڼې ستونزې په میراث پرېښودې او له بل اړخه د امریکې او د هغوی د متحدینو لخوا  بانکي محدودیتونه لګېدلي، ملي شتمنۍ مو ګنګل شوې او هغه پراختیایي پروژې په ټپه درېدلې، چې پخوا به د بېلابېلو هېوادونو او مالي بنیادونو له خوا تمویل کېدې، خو په دې ناخوالو سربېره اسلامي امارت بریالی شو،چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغاني بانکنوټونو ثبات او پایښت له امله د نړۍ د هیوادونو په کچه د درجه بندۍ په سر کې ځای ومومي.

حبیب زیاته کړه، د افغانستان د اسلامي امارت تر رهبرۍ لاندې اړونده وزارتونه او ادارې ژمنې دي،چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د لا ساتلو لپاره د پام وړ ګامونه واخلي.

دی وایي، د خوراکي او سون توکو د بیو کنټرول، د رامنځ ته شوي اقتصادي انفلاسیون مخنیوی، له مالي او اداري  فساد سره مبارزه، د ملي عوایدو په راټولولو کې روڼتیا، په عامه او دولتي لګښتونو کې سپما، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د صادراتي محصولاتو کیفیت او معیاري کولو ته پاملرنه، چې د کورني تولیداتو او محصولاتو د  صادراتو  د ودې لامل کېږي، د دوی کاري لومړیتوبونه دي.

حبیب څرګندوي، په اقتصادي او زېربنایي پروژو تمرکز، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو برابرول او په ټولو سوداګریزو راکړو او ورکړو کې د افغانیو کارول هغه څه دي، چې کولی شي د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانيو ارزښت لا هم غښتلی کړي. په هم دې ترتیب د ملګرو ملتونو سازمان او بهرنیو نهادونو له خوا د بانکدارۍ په سکتور کې د شته محدودیتونو لیرې کول، د افغانانو د کنګل شوې سرمایې ازادول، د نیمه کارو پراختیایي پروژو تمویل او بیا پیلول چې  د بیکارۍ او د بې وزلۍ کمولو او د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره د زېربنایي پروژو په تطبیق کې همکاري کولای شي چې موجوده اقتصادي وضیعت ته مثبت بدلون راوستی او مستقیماً د خلکو د ژوند د ښه کېدو سبب شي.

د اقتصاد وزارت ویاند زیاته کړه،زموږ هیواد د جغرافیایي موقیعت له اړخه د منځني او سویلي اسیا هېوادونو تر منڅ د اتصال د مرکز رول لري چې له دې امله ګاونډیو  او د سیمې هیوادونو ته  ځانګړې اقتصادي ارزښت لري، له نېکه مرغه د افغانستان اسلامي امارت د متوازن سیاست او اقتصاد محوره پالیسۍ له امله ټولو ګاونډيو هیوادونو او د سیمې په کچه اقتصادي همکارۍ او تجارتي معاملات  پیاوړي شوي،د سوداګرۍکچه ورځ تر بلې د ښه کېدو طرف ته روانه ده،دا چې هیواد مو له طبیعي زېرمو،وچو او تازه میوو،لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو ډک دی، صادراتي توکي مو نه یوازې د مرکزي اسیا  هیوادونو بلکې د نړۍ په سطحه ښه شهرت او غوښتونکي لري  له دې امله ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې او په ځانګړې توګه د صادراتو زیاتوالي د دې سبب شوي چې بهرني اسعار هیواد ته را جمع او د افغانیو د ثبات په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

بلومبرګ رسنۍ څو توکمونو رسنۍ ده چې مرکزي دفتر یې د متحده ایالاتو په نيويارک کې دی او دا رسنۍ څلور اصلي څانګې لري چې بلومبرګ پروفېشنل، بلومبرګ کارپوریټ، بلومبرګ صنعتي او بلومبرګ نیوز په‌کې شامل دي.

سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button