
افغانستان یو آزاد او خپلواک هیواد دی !
افغانستان یو آزاد او خپلواک هېواد دی، نړۍ دې نورې فرمایشي ترانې نه زمزمه کوي او په موږ دې خپل فرمایشي او تپلي حکومتونه چې د دوی پروژې پلي کوي نه را تپي.
افغانستان یو آزاد او خپلواک هېواد دی، نړۍ دې نورې فرمایشي ترانې نه زمزمه کوي او په موږ دې خپل فرمایشي او تپلي حکومتونه چې د دوی پروژې پلي کوي نه را تپي. موږ له نړیوالو سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکي یو او زموږ له هیواده تښتیدلي باغیان او مفسدین دې بیا هغه خوبونه نه ویني کوم چې د افغانستان ویاړلی تاریخ او وقار یې اشغالګرو ته په پښو کې کېښود. د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له قوله دغه آزادي موږ د دوه نیم ميليونو شهیدانو په قربانۍ ترلاسه کړې او هېچاته به ددې اجازه ورنه کړو چې یو ځل بیا مو د هیواد او ملت په سرنوشت ملنډې ووهي. دوی هیواد او ملت ته آزموینه ورکړې او ملت هېڅکله هغه اشخاص بیا نه غواړي چې د دې هیواد او ملت ملي شتمنې یې لوټ او تالا کړې ده،اوس واک د دې ملت رښتینو او اصلي بچیانو ته په لاس ورغلی او په هېڅ شکل به د نړیوالو استعماري او استکباري طاقتونو هغه فرمایشات ونه مني،چې د هیواد او ملت په زیان تمام شي او په همدې موخه یې شل کلنه اوږده مجاهده کړې،چې بالاخره یې د امریکا په مشرۍ نړیوالو اشغالګرو ځواکونوته ماتې ورکړه او افغانستان یې د یرغلګرو ځواکونو له منګولو وژغوره.اسلامي نظام حاکم او د هیواد جغرافیاوي حدود کنټرول شوي،ډاډمن امنیت تأمین او د بیارغونې چارې پیل شوې،په ټولګټو او ملي پروژو کار په درز روان دی،زموږ ګاونډیان دې هم د کورنیو او بهرنیو دښمنانو پوچې او بې ځايه سندرې نه بدرګه کوي او پردي ډول ته دې بې وخته لاسونه، نه غورځوي. موږ په
سر کې ذکر کړل چې افغانستان یو آزاد او مستقل هیواد دی،خپل قوانین او کلتور لري،هېڅوک دا حق نه لري چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله او لاسوهنه وکړي،زموږ په بدبختۍکې دې خپله نېکبختي نه ګوري زموږ بهرنۍ پالیسې د نورو په چارو کې د نه لاسوهنې په بنیاد ولاړه ده او له نورو هېوادونو څخه هم ورته غوښتنه لرو او د تېرو څلورو لسیزو ترخې او ناکامې تجربې دې بیا نه تکرار وي.