سرلیکنې

افغانستان ګواښ نه ، فرصت دی !

که څه هم څلوېښت کلنې جګړې افغانستان له ګڼ شمېر ننګونو او چلنجونو سره مواجه کړی؛ خو دغه هيواد د اسيا په زړه کې موقعيت لري، د منځنۍ اسيا او جنوبي اسيا ترمنځ د ترانزيټ او وصل له ټولو ښه لاره ده، د طبيعي منابعو له درکه خورا شتمن دی او ددې ترڅنګ د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري او طبيعي ده، چې ددغې جغرافيې ثبات او پرمختګ د سيمې د پرمختګ لپاره مهم دی. پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دلته سرتاسري ثبات رامنځته شوي، د سيمې او نړۍ هيوادونه دې د افغانستان د ثبات له دوام سره مرسته وکړي، موجود حکومت دې په رسميت وپيژني، په نړيوال سټيج دې د افغانستان رښتينی او واقعي انځور وړاندې کړي او که داسې نشي کولی، د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې خو بايد بيخي ونه کړي، خپلې ستونزې دې په خپله حل کړي او که چېرته د افغانستان په هکله اندېښنې لري، په رسنيو او نړيوالو غونډو کې د يادولو پرځاي يې بايد د ډيپلوماتيکو چينلونو له لارې مخامخ افغان له حکومت سره شريکې کړي.    د افغانستان اسلامي امارت په تکراري ډول ژمنه کړې، چې خاوره به يې د نورو پرضد ونه کارول شي او د سيمې او نړۍ هېوادونو ته يې په عمل کې ثابته کړې هم ده، چې د منظمو او مجربو امنيتي ځواکونو پر مټ يې هيچاته اجازه نه ده ورکړې، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي. له افغانستان څخه د نړۍ هيڅ هيواد ته ګواښ نه دی متوجه، د افغانستان امنيت اوس د نړۍ له ډېرو هېوادو ښه دی، هيڅ هيواد او ټولنه بايد د افغانستان خاوره او حاکم نظام د ځان لپاره ګواښ ونه ګڼي، افغانستان څلور لسيزې د جګړې قرباني هيواد دی، د جګړې ناخوالې او زيانونه له بل چا ښه درک کولی شي او هېڅکله به د مسلمانۍ او ښه ګاونډيتوب په خاطر نورو ته زيان و نه رسوي.افغانستان د نړيوالې ټولنې د يو مسئول هيواد په حيث دنده او مسؤليت لري، چې اجازه ورنه کړي، خاوره يې د نورو پر ضد وکارول شي؛ خو نور هيوادونه هم ورته مسئوليت او مکلفيت لري او هيڅ هيواد دا حق نه لري چې ‎ د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې وکړي. څلوېښت کلنې جګړې ثابته کړه، چې د افغانستان ناامني او بې ثباتي د هيچا په ګټه نه ده، بلکې د ناامنۍ زيانونه يې ټولې نړۍ او سيمې ته خطر او ګواښ دي. اوس چې افغانستان ته امنيت او ثبات راغلي، نړيواله ټولنه او سيمه یيز هيوادونه دې دغه حالت د ځان لپاره ګواښ نه، بلکې فرصت وګڼي، دلته دې پانګونه وکړي، د افغانستان له لارې دې نړيوالې سوداګرۍ ته وده ورکړي، د ټاپي او کاسا۱۰۰۰ په څېر د مهمو او بنسټيزو اقتصادي پروژو د سرته رسېدو لپاره دې عملي هڅې وکړي.لنډه دا چې د افغانستان خاوره او اوسنی حالت د هيڅ هيواد لپاره ګواښ نه دی او نه يې بايد څوک ګواښ وګڼي، بلکې  طلايي فرصت دی، نوی افغان حکومت هم هرچاته د دوستۍ غيږ پرانيستې ده؛ خو دا اوس په نړيوالې ټولنې او سيمه ييزو هيوادونو پورې اړه لري، چې څومره او څه ډول له دغه حالت څخه ګټه اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button