روغتیا

افغانستان کې ۲۰۴ روغتيايي مرکزونه پر طبي وسايلو مجهز شوي دي

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګه وایي، ۲۰۴ روغتیایي مرکزونه او ۶۷ د وینې بانکونه يې په طبي وسایلو مجهز کړي دي. دغې ادارې ویلي، د دغو مرکزونو په تجهیز سره د عاجلو درملنو او د فزیکي پياوړتیا د هڅو ملاتړ کوي. د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د وینو په بانکونو کې يې لسګونه کسان د وینې اخیستو په برخه کې هم روزلي دي. د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې افغانستان کې د ۱۵۵ نورو طبي کڅوړو د مرستو خبر ورکړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button