سرلیکنې

افغانستان کې د داعش د شتون په هکله د لوېديځ بې ځايه لابي!

داعش هغه مردوده او په خپله داعیه کې منافقه نړیواله پدیده ده، چې امریکا په اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې د خپلو استخباراتي موخو د تعقیب لپاره جوړه کړې او د اسلامي دولت په نامه تبلیغ ورته کوي، ګویا چې دا ډله په نړۍ کې د اسلامي نظام لپاره کار کوي، په داسې حال کې چې د داعش اعمال او کردار له یوې مخې د مسلمانانو پر ضد، بد نامي او هره کړنه یې په څرګنده د کفارو په ګټه ده، په اسلامي هېوادونو کې یې فعالیتونه د دې لپاره دي څو وښيي، چې دوی په واقعي تفسیر له اسلامه دفاعي فعالیت لري، خو د اسرائیلو په څېر ظالمانو ته بیا بلا وهلي او یا یې باداران اجازه نه ورکوي، چې داسلام په ګټه د صهیونيستانو پر ضد وجنګېږي.

 دغه راز د داعش فعالیتونه په هغو غير اسلامي هېوادونو کې هم تر سترګو کېږي چې له امریکا سره په یو ډول نه، یوډول په تقابل کې واقع وي، دوی بیا د امریکایانو د د ستور له مخې د دوو موخو لپاره کارکوي:

 لومړی دا چې د اسلامي حکومت ترنامه لاندې اسلام بد ناموي او دوهم دا چې د مسلمانانو له عنوانه د امریکا د استخباراتو په لارښوونه د هغوی د ګټې موخې په نښه کوي او تخریبي عملیات ترسره کوي‌.

 داعش تل هڅه کوي چې د نړیوالو په ذهنیت کې اسلام د بشریت ضد دين معرفي کړي او هم خپلې استخباراتي موخې چې هغه له اسلام څخه د آزادې نړۍ کرکه او نفرت دی را پاروي. که چېرې داعش رښتيا هم د اسلام په ننګه راپورته شوی وای ، یوه ورځ خو به یې په فلسطین کې د مسلمانانو په ملاتړ کوم غږ له رسنیو راپورته شوی وای. په داسې حال کې چې نن د نړیوال استکبار له خوا د پېړۍ له ټولو ستر ظلم پر فلسطینیانو روان دی او اسلامي امت دې ته سترګې پر لارې دی چې له کومې خوا به له مظلومو فلسطینیانو سره مرسته وشي.

د داعش د فعالیتونوپه اړه یوه عجیبه پوښتنه داهم را منځ ته شوې چې څه موده د مخه امریکا روسیې ته په دغه هېواد کې د کومې ناڅاپي حملې د کېدو په اړه خبرداری ورکړی و، که په روسیه کې پر کنسرت د حملې دا طرحه په امریکا کې او يا د امريکا په خوښه نه وای جوړه شوې، نو بیا امریکا د چا له خولې خبره شوه چې پر روسي وګړو به حمله کېږي؟ بیا چې امریکا خبره شوه ، پر جزئیاتو یې ولې روسیې ته معلومات نه ورکول، چې څوک پرې حمله کوي، پر کوم ځای یې کوي او موخه یې څه ده؟ او داسې نور… کېدای شي د دې خونړۍ پېښې مخنیوی شوی وای، خو معلومېږي چې امریکا د هغو مسلمانو او غیر مسلمانو هېوادونو پر ضد چې له دوی سره په نیمه او بشپړ تقابل کې واقع دي، دوه مخی او منافقانه سیاست پرمخ وړي . غله ته وایې، چې غلا وکړه او د کور څښتن ته وایي ،چې بیداراوسه.

د جمهوریت پرمهال په کابل کې د جرمني سفارت ته خبر ورکړ شو، چې حمله درباندې کېږي آن تر دې چې دومره دقیق خبر یې ورکړی و چې جرمني خپل سفارت مزارشریف ته انتقال کړ او په نتیجه کې داسې مرګونې حمله وشوه چې په کابل کې یې ساری نه درلود، اسلامي امارت ياده حمله کې لاس درلودل رد کړل، ځکه اسلامي امارت له سفارتونو سره کوم کارنه درلود.

د جمهوریت پرمهال د داعش ډېر غړي د څرخي پله په زندان کې ظاهراً بندیان و، خو په حقیقت کې داعش ته زموږ د ساده هېوادوالو د جلب او جذب مسئولیت يې په غاړه درلود . دوی په زندان کې دومره امکانات درلودل چې د جذب شوي کس د کور اعاشه به یې هم پر غاړه اخیسته او که به یې کوم مجرد کس جذب کړ ،هغه ته به يې واده هم کاوه، پر دغه حقیقت زموږ هغه بې ګناه هېوادوال چې د طالبانو په نومونو د څرخي پله په زندان کې بندیان وو، شاهدان دي .

 افغانستان کې د داعش  د موجودیت لپاره د لوېدیځ تبلیغات بې ځايه دي، ځکه دا څرنګه امکان لري چې یوه داسې ډله چې د غړو موجودیت یې په یوه ملک کې د نشه یي توکو په څېر منع او بند وي او په ښکاره يې څوک په سترګو نه شي لیدلای او بیا د دومره غټو موخو لپاره کار وکړي، لکه اوس چې لوېدیځ ورته لابي کوي؟

طالبانو د خپل جهاد په دوران کې په ټول هېواد کې څرګند او ښکاره حضور درلود . له هرچا سره یې لیدل، ملاقات یې ورسره کاوه، د خلکو ټولنیزې چارې يې اداره کولې، آن تر دې چې د حقوقي مسایلو په اړه د جمهوریت د برحالو والیانو غوښتنلیکونه هم د خپلو شخصې مسايلو په اړه ورته راتلل.

 لوېدیځ د ټولو ځمکنيو واقعيتونو له په پام کې نیولو پرته افغانستان کې د داعش د موجودیت لپاره بېځایه تبلیغ کوي او ګاونډیو هېوادونو ته يې له افغانستان څخه د ناامنیو ګواښ بولي.

ټینګ باور دا دی چې داعش په افغانستان کې د پښو د ټينګېدو ځای نه لري، که چېرې عام ولس د داعش کوم غړی وويني، له ځنډ پرته به یې له منځه يوسي ؛ ځکه خلک داعشیان پېژني چې دوی څوک دي او د چا د خدمت لپاره یې ملاتړلې ده، نن داسې وخت راغلی چې د هر فرد ، ډلې او هېواد عملکرد، د قرائنو له مخې ډېر ښه ارزیابي کېدای او څرګندېدای شي او افغانان هم اوس د خپلو معنوي او ملي ګټو په دفاع کې دومره بیدار شوي، چې په ښکاره او د پردې ترشا د هرچا کړنې ښې سمې سنجولی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button