سرلیکنې

افغانستان منزوي نه دی…!

واک ته له رسېدو وروسته که څه هم اسلامي امارت په ډېرو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري، د بېلګې په ډول بشپړ امنیت، د مرکزي او ځواکمن حکومت جوړول، اقتصادي وده، د ځينو بنسټيزو او زېربنايي پروژو د جوړولو لپاره هڅې او... 

واک ته له رسېدو وروسته که څه هم اسلامي امارت په ډېرو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري، د بېلګې په ډول بشپړ امنیت، د مرکزي او ځواکمن حکومت جوړول، اقتصادي وده، د ځينو بنسټيزو او زېربنايي پروژو د جوړولو لپاره هڅې او…

خو ځينې هغه يوازې په خوله هيواد او ملت سره شعاري مينان په ډېره خوښۍ سره دغه خبره کوي، چې د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان منزوي دی او په ډېره سپين سترګۍ له نړيوالو د سياسي او اقتصادي فشارونو د زیاتولو غوښتنې کوي.

دا سمه ده چې اسلامي امارت تر اوسه کوم هيواد په رسميت نه دی پېژندلی او د دغې پروسې لپاره نړۍ او اسلامي امارت بايد رغنده او مثبتې خبرې وکړي، نړۍ دې نور خپلې غوښتنې د فشار پر ځای د ډيالوګ او خبرو اترو له لارې مطرح کړي او اسلامي امارت هم بايد د هيواد عليا ګټو او ملي مصالحو ته په پام له نړۍ سره د تعامل لپاره لا ډیرې هڅې وکړي؛ خو دا هېڅکله په دې معنا نه ده، چې خدای مه کړه افغانستان منزوي دی.

وړمه ورځ د قطر هيواد د لومړي وزير په مشرۍ د لوړ پوړي پلاوي راتګ، د اسلامي امارت له چارواکو سره رسمي ليدنې او د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو پر پراختيا ټينګار او دغه راز تېره اوونۍ ګاونډي هېواد پاکستان ته د اسلامي امارت د بهرنيو چارو د وزير په مشرۍ د يو پلاوي رسمي سفر او هلته د چين، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ګډه ناسته ددې څرګندويي کوي چې افغانستان نه يوازې منزوي نه دی، بلکې د نړۍ او سيمې هيوادونه علاقه لري چې افغانستان سره د ترانزيټ، پانګونې او سوداګرۍ برخه کې تړونونه وکړي.

هو، دا هم بايد هېره نشي، چې د اسلامي امارت چارواکي بايد د نړۍ او سيمې هيوادونو سره د لا ډېرو ښو او د ديني او ملي ګټو پر بنسټ ولاړو رسمي اړيکو د جوړولو لپاره هڅې زياتې کړي او د نړيوالې ټولنې ځينو هغو غوښتنو ته شين څراغ وښيي، چې له اسلامي اصولو او مقرراتو سره په ټکر کې نه وي او ملي ګټې يې هم ايجابوي.

که په دې برخه کې ملګري ملتونه، د سيمې او نړۍ مهم هيوادونه او اسلامي امارت خپلو- خپلو مسئولیتونو ته پاملرنه زیاته کړي، ډېر ژر به ان شاء الله تعالی له نړۍ سره د رسمي اړيکو په برخه کې مثبت بدلون رامنځته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button