سرلیکنې

افغانستان محوره غونډې او د اسلامي امارت د ځواکمن ګډون اړتيا؟!

له شاوخوا دوو لسیزو اشغال وروسته، څه کم درې کاله وړاندې افغانستان د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان ملت د رښتينو اولادونو په لاس خپلواکي ترلاسه کړه او يو ځواکمن اسلامي نظام يې رامنځته کړ.

د دغه نظام په راتګ سره نه يوازې افغانستان خپل له لاسه ورکړی استقلال بېرته اعاده کړ، بلکې د امنيت، ثبات، عدالت، ملي يووالي او اقتصادي او رغنيز پرمختګ په برخه کې يې هم رغنده ګامونه پورته کړل، چې نه یوازې افغانان، بلکې نړيواله ټولنه يې هم پخلی کوي.

که څه هم افغانستان اوس يو آزاد هيواد دی او موجود نظام د رسميت پېژندنې لپاره ټول نړيوال اصول او نورمونه پوره کړي او د غه راز د سيمې او نړۍ له ډېرو هيوادونو سره مثبت تعامل لري؛ خو بيا هم د امريکا او لوېديځ د فشار له امله نړيوالې ټولنې تر اوسه اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی.

دغه راز وخت ناوخته د افغانستان په هکله د نړۍ بېلابېلو هيوادونو کې  او د بېلابېلو سازمانونو له لوري غونډې او کنفرانسونه نيول کېږي، چې په ډېرو کې يې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه هم ورکول کېږي. البته ځينو وختونو کې ستونزه دا وي، چې کله ناکله د جهتونو په نامه ځينو نورو افغانانو ته هم د ګډون بلنه ورکول کېږي، چې په هېڅ ډول د توجيه وړ نه ده.

د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب دوه ځله همداسې غونډې جوړې شوې، چې وروستۍ ته يې اسلامي امارت له بلنې سره سره استازي ونه لېږل او لامل يې هم دا و، چې د اسلامي امارت استازو ته بايد د افغانستان په استازيتوب برخه ورکړل شي او په دغه نامه بايد نورو افغاني جهتونو ته بلنه ورنه کړای شي، ځکه هغوی د حاکميت د نشتوالي له امله د افغانستان استازیتوب نشي کولی.

څو ورځې وروسته بيا د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو په کوربتوب د همدغې لړۍ درېيمه غونډه ترسره کېږي، چې لا له وړاندې يې په هکله له اسلامي امارت سره سلا مشورې شوي او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له ملګرو ملتونو د غونډې د څرنګوالي په هکله وضاحت غوښتی. د چارو کارپوهان په دې اند دي، چې دغه ډول غونډې هغه مهال مثبته نتیجه ورکولی شي، چې اسلامي امارت ته د افغانستان د يواځيني مشروع جهت په توګه د ګډون بلنه ورکړل شي او د ځينو هيوادونو د فرمايشونو پرځای ځمکني واقعیتونه او منل شوي نړيوال قوانين درک شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button