ورزش

افغانستان له متحده عرب اماراتو څخه د کرکټ ۲۰ اوره لوبلړۍ  وګټله

افغانستان له متحده عرب اماراتو څخه د ۳ شل اوریزه لوبو لوبلړۍ په خپل نوم کړله. دغه لوبلړۍ چې د مرغومي په ۱۶مه پیل شوې وې، تېره شپه یې وروستۍ لوبه هم وشوه، چې افغانستان له اماراتو څخه په ۴ ویکټو وګټله؛ چې له دې سره د اوره لوبو دغه لوبلړۍ افغانستان ۲-۱ په خپل نوم کړله.

افغانستان له متحده عرب اماراتو څخه د ۳ شل اوریزه لوبو لوبلړۍ په خپل نوم کړله. دغه لوبلړۍ چې د مرغومي په ۱۶مه پیل شوې وې، تېره شپه یې وروستۍ لوبه هم وشوه، چې افغانستان له اماراتو څخه په ۴ ویکټو وګټله؛ چې له دې سره د اوره لوبو دغه لوبلړۍ افغانستان ۲-۱ په خپل نوم کړله. د یادې لوبې پچه د متحده عرب امارتو لوبډلې وګټله او لومړی یې د افغانستان پر وړاندې توپوهنه غوره کړله، چې په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې یې ۱۲۶ منډې وکړلې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه. د اماراتو لپاره تر ټولو ډېرې منډې ۲۷ محمد وسیم وکړلې. د افغانستان لخوا په توپ اچونه کې نوین الحق له نورو ښه لوبه وکړله او د مقابلې لوبډلې ۴ لوبغاړي یې وسوځول او همدارنګه قیس احمد ۳ او عظمت الله عمرزي ۲ لوبغاړي له ډګره بهر کړل.

د یادې لوبې په دویمه پاڼۍ کې ورکړل شوی هدف د افغانستان لوبډلې د نجیب الله ځدران په چټکې توپوهنې سره په ۱۹م اور کې پوره کړ، چې د افغانستان په توپوهنه کې حضرت الله ځاځي ۳۶، نجیب الله ځدران ۲۸ او ابراهیم ځدران ۲۳ له نورو ډېرې منډې وکړلې. د مقابلې لوبډلې په توپ اچوونکو کې جونېد صدیقي د افغانستان ۲، درو پاراشر او علي انصاري بیا یو – یو لوبغاړی وسوځوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند او د عامه اړیکو مسؤل سید نسیم سادات د انیس ورځپاڼې خبریال ته په لېږل شوي غږیز پیغام کې، د نوموړې لوبلړۍ ګټل د افغانسان لوبغاړو د مورال لوړولو لپاره مهمه وبلله. ښاغلي سادات زیاته کړه: دغه سریز او د دغه لوبو ګټل د افغانستان لپاره ډېر ګټور و، ځکه چې افغانستان د همدغې جنوري میاشت په ۱۱مه، ۱۴مه او ۱۷مه نېټه د هندوستان پر وړاندې ۳ نړیوالې شل اوره سیالۍ لري. نوموړي له هندوستان سره د لوبو وروسته د راتلونکو لوبو یادونه هم وکړله، هغه و ویل: له هغې وروسته به مونږ له سریلنکا سره سریز لرو، چې د هغې تاریخونه تر اوسه په ډاګه شوي نه دي او همدارنګه د ۲۰۲۴ کال جون میاشت کې مونږه د شل اوریز نړیوال جام فارمټ هم لرو، ان شاالله د دغه سریز په ګټلو باندې د افغان لوبغاړو مورال لوړ شو، دوی لا ښه چمتو شول ترڅو راتلونکو لوبو لپاره بشپړې امادګۍ سره لاړ شي.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button