ټولنه او کلتور

افغانستان  سږکال په هغه نوملړ کې نه دی شامل چې د جګړو له امله يې وګړي بېځايه شوي وي

په ۲۰۲۴ م کال کې افغانستان د هغو هيوادونو له نوملړه وتلی، چې خلک يې د جګړې او تاوتريخوالي له امله بې ځايه کېدو او کډوالۍ ته اړ شوي وي.د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فيليپو ګړاندي ويلي، چې په ۲۰۲۴ م کال کې په نړۍ کې شاوخوا ۱۱۴ ميليونه کسان بې ځايه کېدو ته اړ شوې.نوموړي سوډان، سوريه او ميانمار هغه هېوادونه ياد کړي، چې نږدې ۲۰ ميليونه وګړي يې د کورنۍ جګړې له امله کډوالۍ ته اړ شوې دي.ګراندي زياتوي:  (( د وروستيو شمېرو له مخې، په نړۍ کې شاوخوا ۱۱۴ ميليونه کسان د جګړې، تاوتريخوالي او ځورونو له امله بې ځايه کېدو ته اړ شوي. په سوډان کې ۹ ميليونه، په سوريې کې ۵ اعشاريه ۶ ميليونه او په ميانمار کې ۳ ميليونه وګړي بې ځايه شوي او پر غزې د اسرائٍيلو د بريدونو له امله د خلکو بېځايه کېدوهم ستره غمېزه رامنځته کړې ده.))په ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د چين، روسيې او يو شمېر نوروهېوادونو استازو د ياد سازمان پر نوروغړيو هېوادونو نيوکه کړې، چې د افغانستان او سوريې له کډوالو او دغلته په کور دننه له بېځايه شويو سره يې کافي مرستې نه دي کړي.که څه هم په کور دننه او له ايران او پاکستانه په زور د راايستل شويو کډوالو کره شمېر معلوم نه دی؛ خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دغه شمېر نږدې ۷۰۰ زره تنه ښودلی.د دې ترڅنګ په پاکستان کې افغان کډوال وايي، پاکستان ډېر وخت افغان کډوال د سياسي اختلافونو له امله په زور ايستنې ته اړ کوي، چې دغلته د زرګونو افغانانو ژوند او شتمنۍ يې له نامعلوم برخليک سره مخ کړي.افغان کډوال حاجي نظر خوږياڼيوال وايي:  (( دغه ډول پرېکړې د پاکستان مرکزي حکومت هغه وخت کوي، چې کله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سياسي يا امنيتي اختلافات راشي؛ نو بيا له همدې امله پاکستان کې په بېلا بېلو بڼو افغان کډوال ځورول کېږي.))بله خوا د چارو يو شمېر کارپوهان وايي، بېځايه شوي او کډوال افغانان په کور دننه او بهر له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د دوی په خبره بېځايه شوي او هغه کورنۍ چې له پاکستان او ايرانه په زور را اېستل کېږي، تر ډېره په کور دننه ورته د کافي مرستو او خونديتوب زمينه نه ده مساعده شوې. دا په داسې حال کې ده چې له نږدې ۴ کلونو راهيسې څه باندې ۴ ميليونه افغانان د ايران او پاکستان په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button