افغانستان سره د تعامل په اړه د سيمې د هيوادونو ليوالتيا!
که څه هم تېرې څه باندې څلور لسيزې افغانستان کې په بيلابيلو نومونو اوږدې او ويجاړونکې جګړې وشوې او دغه هيواد يې د پرمختګ له کاروان څخه کلونه، کلونه وروسته پاتې کړ؛ خو اوس هم د ځينو ځانګړتياوو له امله نړۍ او د سيمې هيوادونه ورسره تعامل او اړيکو ته ليوالتيا لري.

د افغانستان يوه ځانګړتيا مناسب جغرافيايي موقعيت دی، چې له لارې يې جنوبي اسیا له منځنۍ اسيا سره تړل کيږي او د اسيا د دغو دواړو مهمو برخو غوره اقتصادي راتلونکې د افغانستان له شراکت او همکارۍ پرته ناشونې ښکاري.
ددې ژوندۍ بيلګې د ټاپي، ټاپ، کاسازر او سي پيک سترې سيمه ايزې حياتي پروژې دي، چې افغانستان سره د مثبت تعامل له درلودلو پرته يې عملي کېدل ناممکن دي.
د افغانستان بله ځانګړنه د پراخو طبيعي زيرمو شتون دی، چې د سيمې او نړۍ لپاره يې مهم کړی دی. ددغو زيرمو له ډلې ليتيم هم دي. اوس چې نړۍ د اقليمي بدلون په حال کې ده او د دغه بدلون له ناوړه اغيزو څخه د مخنيوي په موخه د نفتو او غازو پر کم استعمال ټينګار کيږي، طبعي ده چې بديله لار به يې برقي موټر او الات وي، او دغه چاره له ليتيمو پرته ناشونې ده.
په دې وروستيو کې د لوديځ له فشارونو سربيره افغانستان سره د تعامل او اړيکو په برخه کې سيمې د هيوادونو ليوالتيا ډېره شوې ده او د سمرقند غونډه کې هم د ټولو ګډونوالو له خوا افغانستان سره پر دوه اړخیزو اړیکو او متقابلې همکارۍ ټينګار وشو.
اسلامي امارت لپاره دغه حالت ډېره غوره فرصت دی، چې د سترو زيربنايي پروژو د پلي کيدو او دغه راز نړۍ سره د تعامل او ګډې ژبې پيدا کېدو کې ترې سالمه ګټه پورته کړي.