سرلیکنې

افغانستان سره اړيکې يوازې د افغانانو اړتيا نه ده!

دوه لسيزې وړاندې د امريکا دمتحدو ايالاتو په مشرۍ لويديځې نړۍ ترهګرۍ سره د مبارزې تر دروغجن شعار لاندې د ټولو نړيوالو او بشري قوانينو خلاف پر افغانستان يرغل وکړ.‌ که څه هم په ښکاره ډول يې د امنيت، بيا رغونې، پرمختګ او ټولنيز عدالت تامين افغانستان ته د راتګ موخې او اهداف ګڼل؛ خو په عمل کې هر څه د شعار خلاف تر سره کېدل، د اشغال پر مهال هيواد له بل هر وخته ډېر ناوړه امنيتي وضعيت کې قرار درلود، هره ورځ به په اوسط ډول تر درې سوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښته. د ميلياردونو ډالرو پر راوړلو سربيره هيڅ بنسټيزه او زيربنايي پروژه تطبيق نشوه او په فساد او د مخدرو توکو په تولید او قاچاق کې افغانستان د نړۍ لومړۍ درجه هيواد ګڼل کېده.خو له کومې ورځې چې اسلامي امارت د هيواد د چارو واګې په لاس کې اخيستي، په ټولو برخو کې مثبت بدلون راغلی، بشپړ امنيت تامين شوی، د ګڼو بنسټيزو پروژو کارونه جريان لري او د فساد او مخدرو موادو د تولید او قاچاق کچه په بې ساري ډول راټيټه شوې ده‌.که څه هم د ځينو نړيوالو قوتونو او استخباراتي سازمانونو له لوري د رسنيو په وسيله ډېرې هڅې وشوې، چې د اسلامي امارت برياوې پټې کړي، خو ټولې هڅې يې ناکامې او اوس د نړۍ ډېر هيوادونه او سازمانونه هم دې نتيجې ته رسېدلي، چې افغانستان کې د اسلامي امارت بديل نشته او بايد تعامل ورسره وشي او دغه تعامل او اړيکې يوازې د افغانانو اړتيا نه ده، بلکې د نړۍ او سيمې هيوادونه هم اړتيا لري چې د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو د تامین په موخه د افغانستان اسلامي امارت سره سياسي او اقتصادي اړيکې ورغوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button