اقتصاد

افغانستان د نفتو د استخراج برخه کې لوړ ظرفيت لري

د کانونو او پټروليم وزارت مسئولين وايي: افغانستان د نفتو په برخه کې لوړ ظرفيت لري او د کېندنې بهير يې ورځ تر بلې د پراختيا په حال کې دی. د دې وزارت د مسئولينو په وينا يو شمېر ترکي، ايراني، روسي او ازبيکستاني شرکتونه لېوال دي، چې د هېواد د نفتو د چاڼ په برخه کې معياري فابريکې جوړې کړي. د هېواد خصوصي سکتور بيا وايي: افغان خصوصي سکتور هم د دې ظرفيت لري، چې د هېواد د اومو نفتو د پروسس لپاره، په نړيوال معيار برابره پانګونه وکړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولين هم د کانونو او پټروليم وزارت څخه غوښتنه کوي، چې د بهرنيو پانګوالو په پرتله بايد د هغو فابريکو د ظرفيت پر لوړولو تمرکز وشي، چې دمګړۍ په هېواد کې د نفتو د پروسس په برخو کې فعالې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button