اقتصاد

افغانستان ته د مالګې پر واردولو بنديز ولګېد

د خوړو او درملو ملي ادارې ويلي، چې له دې وروسته هيواد ته د پخې يا پروسس شوې او خامې مالګې واردات په مطلق ډول بند دي.

د خوړو او درملو ملي ادارې ويلي، چې له دې وروسته هيواد ته د پخې يا پروسس شوې او خامې مالګې واردات په مطلق ډول بند دي. د دې ادارې د خونديتوب عمومي رئيس ډاکتر نعيم الله ايوبي وايي، چې دغه پرېکړه په هيواد کې د اړتيا وړ کافي مالګې توليد ته په پام د رياست الوزراء د مقام له خوا شوې ده. ده زياته کړه ،چې په کلني ډول ۳۰۰ ټنه مالګه هيوادته واردېږي، چې  ۱۶۰ټنه يې خوراکي او  ۱۴۰ټنه يې صنعتي مالګه ده .حال دا ،چې د کانونو او پټروليم وزارت د معلوماتو له مخې ، په کلني ډول د افغانستان د مالګې له کانونو ۴۹۲ ټنه مالګه استخراجېږي. ايوبي له صنعتکارانو او سوداګرو وغوښتل ،چې په هيواد کې دننه د مالګې د پروسس او توليد د کارخانو او فابريکو جوړولو لپاره دې له دې ادارې جوازونه ترلاسه کړي او خپلې فابريکې او کارخونې دې د خوړو او درملو  ادارې په معيارونو برابرې جوړې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button