اقتصادټولنه او کلتور

افغانستان ته د سېلانیانو د تګ غوښتنې ډېرې شوي

خپاره شوي معلومات ښيي، چې افغانستان په دې وروستیو کې د بهرنیو سیلانیانو د جذب په مرکز بدل شوی دی.

په داسې حال کې چې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د دغه هېواد وګړو ته افغانستان ته د سفر کولو په اړه خبرداری ورکړی، سکای نیوز د دوو برتانوي ګرځندوی شرکتونو د مسئولینو له قوله راپور ورکړی، چې افغانستان ته د سېلانیانو د تګ غوښتنې ډېرې شوي دي.
د “اګینسټ دي کومپاس” د مسافرتي شرکت بنسټګر جووان تورس ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې افغانستان ته یوازې درې ګرځندویانو سفرونه کړي وو، خو د روان کال په پیل کې دا شمېر تر اوسه دوه برابره زیات شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې پخوا به ګرځندویانو سوریې او عراق ته ترجیح ورکوله خو د منځني ختیځ وضعیت ته په کتو ښايي افغانستان ډېر ژر د ګرځندویې ټکټونو تر ټولو ډېر پلورونکی ځای شي.
بلخوا د “انټميډ بورډر” شرکت چې په زړه پورې او د لاسرسي نه وړ ځايونو ته تګ راتګ کوي هم ادعا کوي، چې افغانستان ته د سېلانيانو د تګ غوښتنې زیاتې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button