سرلیکنې

افغانستان او ډاډمن امنيت!

له څو‌ لسيزو پرله پسې جګړو او ناامنيو وروسته د اسلامي امارت د حاکمیت په کلونو کې افغانستان له سرتاسري او ډاډمن امنيت څخه برخمن شوی او دا يو داسې واقعيت دی، چې هېڅوک انکار نه شي ترې کولی.د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۴ م کال کې افغانستان د هغو هېوادونو له نوملړه وتلی، چې خلک يې د جګړې او تاوتريخوالي له امله بېځايه کېدو او کډوالۍ ته اړ شوي وي.

په ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د چين، روسيې او يو شمېر نورو هېوادونو استازو د ياد سازمان پر نورو غړيو هېوادونو نيوکه کړې، چې د افغانستان او سوريې له کډوالو او دغلته په کور دننه له بېځايه شويو سره يې کافي مرستې نه دي کړي.که څه هم په کور دننه او له ايران او پاکستانه په زور د را اېستل شويو کډوالو کره شمېر معلوم نه دی؛ خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دغه شمېر نږدې ۷۰۰ زره تنه ښودلی.د دې ترڅنګ په پاکستان کې افغان کډوال وايي: پاکستان ډېر وخت افغان کډوال د سياسي اختلافونو له امله په زور اېستنې ته اړ کوي، چې دغلته د زرګونو افغانانو ژوند او شتمنۍ يې له نامعلوم برخليک سره مخ کړي.

د افغانستان د امنيتي وضعيت د ښه والي په هکله د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له لوري داسې مهال دغه راپور خپرېږي، چې د ځينو سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو له لوري وخت په وخت د افغانستان د امنيتي وضعيت د خرابېدو په اړه ناسم تبليغات هم خپرېږي. د سياسي چارو د کارپوهانو په اند، د ملګرو ملتونو وروستی راپور د دغو ناسمو تبليغاتو په وړاندې خورا مهم دی، چې ورسره به په نړيواله سطحه د افغانستان وضعيت په سمه توګه انځور شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button