
افغانستان امن دی!
بي له شکه چې امن د خدای رحمت دی او خدای پاك کله چې پر يو چا پېرزوينه کوي له رحمته يې برخمن کوي، امن يوه داسې فارموله ده ،چې سا لرونکي اشياء بې له کوم خوف او خطره د ژوند شپې او ورځې سبا کوي، د آرام سا اخلي، د خوراك او روزي په پيدا کولو کې کومه ستونزه نه ويني.
بي له شکه چې امن د خدای رحمت دی او خدای پاك کله چې پر يو چا پېرزوينه کوي له رحمته يې برخمن کوي، امن يوه داسې فارموله ده ،چې سا لرونکي اشياء بې له کوم خوف او خطره د ژوند شپې او ورځې سبا کوي، د آرام سا اخلي، د خوراك او روزي په پيدا کولو کې کومه ستونزه نه ويني.
دوه لسيزې مخکې افغانستان د نړۍ د نا امنو هېوادونو د لېست په سر کې و، د وګړو ورځنی ژوند ډېر په وېره کې و، يو څوك د ورځې له خوا بازار، کلينيك او پوهنتون ته له ډاره نشوای تلای، عالم محفوظ نه و، محصل محفوظ نه و، تجار محفوظ نه و، ډاکټر محفوظ نه و، بالاخره مدرسه، جومات، پوهنتون او عام بازارونه محفوظ نه و.
د ورځې غلا او اختطاف په هوش کې روان وو، چا له ځان سره په جيب کې له ډېرې ويرې ۱۰۰۰ افغانۍ نشوای ګرځولای، دلته غلو يو هيوادوال په شلو کالدارو هم وژلی، بهرني مسافر د سر په بيه وطن ته راتلل، د غلاوو او اختطافونو تر څنګ مرموزې وژنې ډېرې وې، شپنۍ چاپي او ړندې بمبارۍ پريمانه وې، په شپنيو چاپو کې بي دريغه هېوادوال شهيدان شول، ودونه بمبارد شول، جنازي بمبارد شوې، په لومړۍ شپه زوم او ناوې په مرموز ډول شهيدان شول، د وطن د آبادۍ فکرونه په يوه او بله پلمه ورک او ووژل شول، د تور سرو بي عزتي وشوه او خونخوار محبسونه له مظلومو افغانانو ډك وو.
پاټک سالارۍ او زورواکۍ حد نه لاره، دوه جمهور رئيسان وو، دوه يې فرمانونه وو او دوه ځلې افغانان کړيدل او وژل کېدل، واك پردۍ و، خاوره پردۍ وه، ځواك پردی و، مال پردی و، ځمکه او فضا د بل چا په اختيار کې وه، د افغانانو د سر نوشت بټن د بل چا په جېب کې و او چا هم د حق لپاره خپله چيغه له ويرې نشوای کولای.
خو له کله نه چې پر هېواد د اسلامي امارت تسلط او حاکميت راغی، امنيت تامين شو، فساد ورک شو، غله په تيښته شول، شرابيان په کډه شول، چاپې ختمې شوې، ړندې بمبارۍ ورکې شوې، محبسونه مات شول، مظلومان ازاد شول، عالم په امن شو، محصل په امن شو، ډاکټر په امن شو، تجار په امن شو، مسجد، مدرسه او پوهنتون په امن شو، ښارونه په امن شول، سفرونه په امن شول، مسافر په امن شول او د افغانانو درنې وينې محفوظې شوې.
د هر هيوادوال سر، مال او عزت محفوظ شو او بالاخره په ټول هېواد کې امن دی ، هېوادوال د خوښۍ شپې او ورځې سبا کوي او له اوسني امنيت څخه خوښ او راضي دي، هر چا ته خپل قسمت او حق رسيږي او موږ هم له اوسني نظامه راضي يو!
مفتي حماس ((انقيادي))