سرلیکنې

افغانستان؛ د سیمې د اقتصادي ودې لنډه لاره!

شاوخوا څلوېښت کاله افغانانو له جګړو، وژنو، نا امنيو او کډواليو څخه رنځ وړی. په دې موده کې يې نږدې دوه ميليونه شهيدان ورکړي، همدومره ټپيان لري، ډېرې کورنۍ بې سرپرسته شوي او په دې موده کې هيواد له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان و.

شاوخوا څلوېښت کاله افغانانو له جګړو، وژنو، نا امنيو او کډواليو څخه رنځ وړی. په دې موده کې يې نږدې دوه ميليونه شهيدان ورکړي، همدومره ټپيان لري، ډېرې کورنۍ بې سرپرسته شوي او په دې موده کې هيواد له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان و.

افغان ملت له جګړو او ناامنيو څخه ډېرې ترخې خاطرې لري. دلته هېڅ داسې کورنۍ نشته چې د جګړو او يرغلونو پر مهال يې د کورنۍ کوم غړی له لاسه نه وي ورکړی. نن هم چې افغانان په ګاونډيو او د نړۍ نورو هيوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي، لامل يې همدا بهرني يرغلونه او جګړې دي.

له تېرو څه کم درېوو کلونو راهيسې د الله تعالی په ستر فضل او د افغان مجاهد ملت د بې سارو قربانيو په برکت په ټول هيواد کې يو داسې ځواکمن اسلامي نظام حاکم شوی، چې د هيواد پر ټولو برخو ولکه لري. له نېکه مرغه د نوي اسلامي نظام په جوړېدو سره سرتاسري امنيت تأمين شوی او د نا امنيو او ناخوالو ځای ډاډمن امنيت او خوښيو نيولی.

که څه هم د افغانستان اوسنی غوره امنيتي حالت نه يوازې د افغانانو، بلکې د سيمې او نړۍ د هيوادونو په ګټه دی؛ خو بيا هم ځينې سيمه ييز او نړيوال استخباراتي سازمانونه داسې هڅې کوي، چې د افغانستان اوسنی د ډاډ وړ حالت ناسم انځور کړي، د خپل بام واورې د بل بام ته وغورځوي او د خپلې ناکامۍ او بې کفايتۍ پړه پر نورو ور واچوي.

د همدغو هڅو په دوام د سيمې ځينې هيوادونه او سازمانونه وخت ناوخته ډول ډول ناسمې ادعاوې کوي، چې ګواکې د افغانستان خاوره د دوی په وړاندې کارول کېږي او اسلامي امارت ته د پړې ګوته نيسي، چې د دوحې تړون کې کړې ژمنې يې نه دي پوره کړي.

اسلامي امارت د دغو هيوادونو او سازمانونو دغه راز ادعاوې په مکرر ډول رد کړي او يه ټينګار سره يې ويلي، چې پر خپله ژمنه ولاړ دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې خاوره يې د نورو په وړاندې وکاروي؛ خو په ورته وخت کې پر دې هم ټينګار کوي، چې نړۍ او د سيمې هيوادونه دې هم د افغانستان په کورنيو چارو کې د مداخلې سياست پرېږدي او که کومې اندېښنې او سالمې غوښتنې لري، له رسمي او دېپلوماتيکو آدرسونو څخه دې له اسلامي امارت سره شريکې کړي.

اسلامي امارت له پيله د نړۍ او سيمې له هيوادونو سره د مثبتو او پر متقابل احترام د ولاړو اړيکو او تعامل غوښتنه لري او د يو متوازن سياست پاليسې يې غوره کړې ده. اسلامي امارت نه غواړي، چې افغانستان د جګړو او زور ازمايلو ډګر وي، بلکې په مکرر او واضح ډول يې ويلي، چې غواړي افغانستان د نړيوال تجارت او ترانزيټ او دغه راز د سترو او حياتي پروژو د تطبيق لپاره د وصل او پيوستون رول ولوبوي.

نړيواله ټولنه او سيمه ييز هيوادونه هم بايد د افغانستان له اوسني ډاډمن وضعيت څخه ملاتړ وکړي، دغه حالت ته د يو طلايي فرصت په توګه وګوري او په اقتصادي پياوړتيا او سمون کې د افغانستان له مناسب جغرافيايي موقعيت او پراخو طبيعي زيرمو څخه ګټه پورته کړي.

افغانستان د سيمې د هيوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې او انرژۍ د ليږد په برخه کې له ټولو لنډه او غوره لاره ده او د سیمې هيوادونه کولی شي، چې له دې لارې خپل اقتصاد ته وده او پراختيا ورکړي. همدا اوس هم د ټاپي، کاسا زر او دغه راز د رېلپټلۍ په څېر سترې نړيوالې او حياتي پروژې تر کار لاندې دي.

د ځينو هيوادونو له لوري اسلامي امارت سره د سياسي او اقتصادي اړيکو پراختيا څرګندوي، چې اوس نړۍ او په ځانګړي ډول د سيمې هيوادونه دغې پايلې ته رسېدلي او غواړي چې د افغانستان له مشروع نظام اسلامي امارت سره سياسي او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button