سرلیکنې

افغانان د رسمیت پېژندنې لپاره بهرني فرمایشات نه شي منلی

 د خبرونو په حواله ویل شوي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یوځل بیا د خپل هېواد پرهغه دریځ ټینګار کړی چې وايي د افغانستان حکومت پراخ بنسټه نه دی او امنیتی ستونزې هم لري، د کابلوف په وينا څو چې افغان حکومت کې د بېلابېلو قومونو ولسي او سیاسي استازې ونډه ونه لري د روسیې له خوا به په رسمیت هم ونه پېژندل شي.

 د خبرونو په حواله ویل شوي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یوځل بیا د خپل هېواد پرهغه دریځ ټینګار کړی چې وايي د افغانستان حکومت پراخ بنسټه نه دی او امنیتی ستونزې هم لري، د کابلوف په وينا څو چې افغان حکومت کې د بېلابېلو قومونو ولسي او سیاسي استازې ونډه ونه لري د روسیې له خوا به په رسمیت هم ونه پېژندل شي.

په هرصورت د بهرنیو اړیکو په هکله د روسانو د پالیسۍ په اړمه موږ څه تبصره نه کوو، دا کاملاْ د هغوی خپل کار دی اوهرڅنګه چې  ګټې ایجابوی، ښايي له هماغو سره سرم به لازم ګامونه اخلي ، ځکه هرڅوک پر خپل کار ډېر ښه پوهېږي خو دا چې زموږ د نظام جوړښت خپله افغانانو پورې اړه لري اوپه اړه يې د پرديو فرمایشونه هم قطعاْ نه منل کېدونکي ، نامناسب او زموږ په نظر بالکل نامعقول هم دي، په همدې اساس دا ډول شرطونه وړاندې کول یا مشورې ورکول بې له شکه زموږ په کورنيو چارو کې بربنډه لاسوهنه ده ، ښايي د تېرو پنځه څلويښتو کلونو په اوږدو کې د نړۍ ختیځ اولوېديخ ته دا واقعیتونه د لمرپه شان څرګند شوي،چې افغان مېړنې ولس د بهرنیو تپل شويو نظامونو په تردید مخالف او مقابله کې څومره بې سارې قربانۍ ورکړې او سربېره پر بهرنیو ځواکونو خپلو پلورل شويو او په بهرنیو نظریاتو غوليدليو افغانانو سره يې څه ډول قاطعانه چلند وکړ. بناْ دا زښته ډېره د افسوس خبره ده چې لاهم نړیوال پرخپل ضد ولاړ او ټینګارکوي چې افغانان دې د تل لپاره خپل نظام اوحکومت کې د مختلفو هېوادونو معلوم الحاله اجیران او ګوډاګیان ومني او د هغوی د ګټو لپاره دې لیګاوي د خپلو هېوادوالو وینې دې تویوي، دلته دې بیا هم د قومي اوسمتي ګوندونو لانجې وي اوپه یوه ورځ اویوه ارګ کې دې حکومت پردوو ولسمشرانو ووېشل شي دغه راز د دوی په نظر یوازې هغه مهال به افغانستان امن اوخوندي وي چې هره ورځ لږ ترلږه درې سوه افغانان خپل منځي نښتو یا د یو او بل هېواد د خوندیتوب او ګټو لپاره وژل کېږي اود داعش په ځېر وحشي ډلې عملاْ د هېواد په ځينو برخوکې واکمني ولري او خپلو ناکردو ته په ډاډه زړه دوام ورکوي! له بده مرغه همدا افغان ولس او ګرده نړۍ پردغه واقعیت بالکل ګواه ده چې هغه مهال همداسې یوه اداره د ټولو نړیوالو لپاره سل سلنه د منلو وړ وه ، حال دا چې افغانانو يې د پايلې لپاره انتهايي درنې قربانۍ ورکولې او د هغوی په څوارلس کلنو او شل کلنو دور کې له حده پورته زیانونه وليدل همدا وجه ده چې افغان ولس به د خپلو تجربو په نظرکې نیولو سره په هېڅ وجه او هېڅ صورت یوځل بیا هماغه ناوړه تجربې تکرار نه کړي، نور به دا ملت خپل حکومت او نظام د پرديو بر اجیرانو او قومي سمتی ټیکدارانو تقسیم نه کړي، بلکې هروطنپال اوبا احساسه افغان به انتهایی ډېره هڅه کوي څو په هر ممکن قیمت یو پیاوړی،واکمن اومرکزي حکومت ولري، د نفاق اوشقاق مخه ونیسي اوخپل هېواد له استحکام اوثباته برخمن کړي،خدای دې وکړي چې نور د نړيوالو عقل هم سرته راشي او زموږ په کورنیو معاملوکې د لاسوهنې پرځای له موږ سره د خپل منځي ګټو ، پرمختګ اوسوکالۍ پراساس اړیکې ورغوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button