افغانان د برېښنا اساسي او بنسټيز حل غواړي
له څو اوونيو څنډ وروسته د اوزبيکستان انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې افغانستان ته د صادراتي برېښنا جريان بېرته له سره پيلوي. دغه وزارت ويلي چې افغانستان ته د صادراتي برېښنا جريان په دې وروستيو کې د هوا د يخوالي او تخنيکي ستونزو له امله بند شوى و،چې اوس دغه ستونزه هواره شوې او افغانستان ته به د تړون له مخې بېرته د برېښنا جريان پيل شي. دغه راز اوزبيکستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت ته ډاډ ورکړى و،چې د برېښنا د توليد په برخه کې ځينې تخنيکي ستونزې اوارې شوي او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به تر ۲۵۰ ميګاواټه پورې برېښنا بېرته افغانستان ته ونښلول شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د برېښنا شرکت د روانې جنورۍ مياشتې پر لومړۍ نېټه له اوزبيکستان سره د ۲۰۲۳ م کال لپاره د وارداتي برېښنا د تړون د تمديد خبر ورکړی و، په تړون کې له افغان حکومت سره ژمنه شوې وه،چې په دغه موده کې به د افغانستان د اړتيا وړ برېښنا چمتو کړي.

په کور د ننه د برېښنا له بېساري پرچاوۍ سره هم مهاله، د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د اوزبيکستان له حکومته وغوښتل چې افغانستان ته د شوي تړون له مخې برېښنا ورکړي. اوزبيکستان د نوي تړون له مخې افغانستان ته څه باندې ۴۰۰ ميګاواټه برېښنا ورکولو ژمنه کړې وه، خو په ډېرې خواشينۍ سره يې زموږ په ټولو هيوادوالو د ژمي په دې يخو شپو او ورځو کې د تخنيکي ستونزو په پلمه برېښنا قطعه کړه. افغانستان ته د اوزبيکستان د وارداتي برېښنا له قطعه کېدو وروسته کابل ښاريان په ۲۴ ساعتونو کې پوره دوه ساعته برېښنا هم نه درلوده، چې د برېښنا نشتوالي يې په سوړ ژمي کې د دوی ستونزې دوه برابره کړې وې.
په اوسني عصر کې چې نړۍ په هره برخه کې پرمختګ کړی او ورځ تر بلې نړيوال د ژوند بېلابېلو آسانتياوو ته لاسرسی پيدا کوي،خو په کور د ننه موږ د ژوند له ټولو بنسټيزې او لومړنۍ اړتيا ته چې برېښنا ده نشو کولی لاسرسی ولرو، په تېرو دوو يا درېيو مياشتو کې د کابل په ګډون ځينې نور ولايتونه له برېښنا بې برخې وو او د هيوادوالو د ژوند ټولې ورځنۍ چارې په ټپه درېدلې وې. د ژمي په رارسېدو سره په کابل او ګڼ شمېر نورو ولايتونو کې د برېښنا پرچاوي له حده زياته شوه ،چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړل. اوس مهال په ټول افغانستان کې ۱۳۶۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا شته، خو په کور د ننه له وارداتي سرچينو يوازې ۹۶۰ مېګاواټه برېښنا لاس ته راځي، چې د خپلې اړتيا ۷۰ سلنه برېښنا له اوزبيکستان، تاجيکستان او ايرانه واردوي او پاتې ۳۰ سلنه له داخلي منابعو برابروي چې په څلورو ولايتونو کې مصرفېږي.
يوازې کابل ولايت په ۲۴ ساعتونو کې ۷۲۵ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، د برېښنا د نشتوالي ستونزه يوازې کابل پورې محدوده نه ده، له کابل ور ها خوا په سوېلي کندهار کې برېښنا نه يوازې ورځنی ژوند ټکنی کړی، بلکې له نيمايي زياتې کارخونې له فعاليته لوېدلې دي. سوېلي کندهار ولايت، چې ۱۱۲ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو په ۲۴ ساعتونو کې يوازې ۴ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کوي.په داسې حال کې چې برېښنا شرکت د ۲۲۱ مېګاواټه برېښنا ظرفيت لري چې د هيوادوالو ستونزې پرې حل کاندي. د برېښنا نشتوالي د دغه ښار ختيځه څنډه کې د صنعتي پارک تر نيمايي زياتې فابريکې له فعاليته اچولې، چې د زرګونو کسانو لپاره د عايد ښه سرچينه بلل کېږي او د فعاله ساتلو لپاره يې پنځوس مېګاواټه برېښنا ته اړتيا شته.
د تېر شل کلن اشغال په ترڅ کې بهرنيو مرستندويو هېوادونو او ټولنو نه غوښتل په کور د ننه د برېښنا بندونه فعال يا د بديلې ارزانه انرژۍ لارې چارې ولټوي،ترڅو افغانستان د وارداتي برېښنا له غمه خلاص او په دې برخه کې په خپلو پښو ودرېږي. دا چې په پرله پسې ډول افغانستان کې د ګڼو نورو ستونزو سره سره ، وارداتي برېښنا په يوه لويه ستونزه بدله شوې او د جمهوريت تر نامه لاندې تېر شل کلن واکمن نظام يې د ستونزې په هوارولو کې ناکام شو، نو د اسلامي امارت اوسني چارواکي د برېښنا د اړتيا پوره کولو لپاره بايد اساسي او دوامدارې لارې چارې ولټوي او په بېلابېلو سيمو کې طبعي زېرمو ته په کتو کوچنۍ، متوسطې او لويې د برېښنا د توليد فابريکې جوړې کړي، ځکه د برېښنا دوامدارې پرچاوۍ د خلکو په ورځني ژوند ډېر اغېز کړی دی.
په اوسني عصر کې برېښنا په نړۍ کې د پرمختيا او د ژوند هوساينې د يوه اساسي لامل په توګه پېژندل کېږي، موږ هر کال زياته اندازه پيسې له نورو هېوادو د برېښنا په واردولو مصرفوو،خو له دې سره سره بيا هم په مرکز او ولايتونو کې زموږ هيوادوال د برېښنا له کمښت او نه شتون سره مخامخ دي. افغانستان د ګاونډيو هيوادونو په پرتله د اوبو له پراخو سرچينو برخمن دی،خو په هيواد مو د تېرو خپلمنځي جګړو او سرحدي ستونزو له امله ونه شوای کړای د برېښنا بندونه جوړ شي، خو له پرېمانه سيندونو سره سره بيا هم د خپلې اړتيا وړ برېښنا يوازې ۳۰ سلنه په کور د ننه توليدېږي،ښکاره ده چې ياده برېښنا د خلکو اړتياوې نه شي پوره کولای، نو پکار ده چی بايد افغانستان د خپلو اړتياوو د پوره کېدو لپاره ۷۰ سلنه برېښنا له ګاونډيو هيوادنو را وارده کړي. افغانستان اوس د خپلې اړتيا وړ اويا سلنه برېښنا له بهرنيو سرچينو پوره کوي،چې له دې اړخه هر کال له ۲۲۰ ميليونه ډالرو څخه تر ۲۸۰ ميليونه ډالرو پورې ګاونډيو هيوادونو ته د برېښنا د لګښت له امله ورکوي.
احمد راشد