سرلیکنې

افغانان دې له خپل او د ګاونډ له تاریخه با خبر اوسي!

د خبرونو له قراره وایي، چې د پاکستان کوم جنرال بیا د افغانانو په هکله سپکه او پېغوریزه ژبه خوځولې. د پاکستان واکمنان، چې زموږ په اړه هر څه وایي، خپل کار اوخپله پالیسي یې ده.

د خبرونو له قراره وایي، چې د پاکستان کوم جنرال بیا د افغانانو په هکله سپکه او پېغوریزه ژبه خوځولې. د پاکستان واکمنان، چې زموږ په اړه هر څه وایي، خپل کار اوخپله پالیسي یې ده. دوی تل ویلي، چې موږ ته خپلې مادي ګټې له هر څه زیات لومړیتوب لري، خو موږ ته لازمه ده ،چې تل له تاریخه پوره معلومات ولرو،څوهم خپل ځان وپېژنو، خپلې نیمګړتیاوې را ته معلومې وي اوهم خپل ګاونډیان او موږ سره د هغوی تاریخي جفاوې. په دې توګه به موږ وکولی شو د خپلو اشتباهاتو د تکرار مخه ونیسو، خپل دوست او دښمن وپېژنو او بیا ونه غولېږو.مطلب که وغواړو، چې زموږ راتلونکی نسل بیا دومره ونه کړېږي، لکه موږ، چې تېره یوه پېړۍ کې څومره وغولېدو او له خورا سختو کړاوونو سره مخ شوو، نو بویه ،چې د تېرې یوې پېړۍ خپل تاریخي یادښتونه په ډېره مستنده او پراخه توګه خپل راتلونکي نسل ته ورسوو. دا کار په دې ډول هم ښه تر سره کېدای شي، چې خپل ټول اوسني کشران همدا موږ مشران په خپله خوله ښه بېدار و روزو او له تېر تاریخه یې خبر کړو.د مثال په ډول د پاکستاني واکمنو له او سنیو جفاوو سره موږ ځکه  مخامخ یو ،چې شپږ اویا کاله مخکې د پاکستان د جوړېدو پرمهال زموږ مشران ښه پاخه غولېدلي او د پاکستان په اصل واقعیت یې سرنه دی خلاص شوی. په دې ډول ،چې د پاکستان د جوړېدو لپاره د انګرېز او مسلم لیګي مشرانو له خوا په ګډه دا غږ وشو، چې د پاکستان له جوړېدو یې موخه د هند مسلمانانو ته د یو جلا هېواد جوړېدل او له هندوانو یې را خلاصول دی، خو کله چې انګرېزانو د دې نوي هېواد بریدونه اعلان کړل ،نو د افغانستان هغه سیمه یې هم په کې شامله کړې ده ،چې له هغې ورځې څلور پنځوس کاله مخکې یې له افغان واکمنو په  وچ زور اوچل ول لاندې کړې وه. په همدغه وخت کې د افغانانو ستره اشتباه داوه ،چې څومره په کار و ،هومره هڅه یې ونه کړه. که څه هم افغانستان هغه وخت یوازنی نږدي هېواد و، چې دا نوی پاکستان یې په رسمیت ونه پېژانده او ملګرو ملتونو کې يې هم خپله عریضه وړاندې کړه ،چې تراټکه زموږ سیمه دې موږ ته راوسپارل شي او انګرېزي او پنجابي ځواکونه دې ترې ورځي، ځکه مسلم لیګ که له هندوانو د اسلام په نامه خپله سیمه را بېلوي نو ښه کوي ،خو د غاصب اوځواکمن انګرېز له وتلو وروسته بیا پنجابیان زموږ د پښتنو خاوره په کوم استدلال له مسلمان افغانستانه جلا کوي او خپله خېټه پرې اچوي. حقیقت دادی چې هغه مهال ظاهر خان پاچاه د خپلو اسلافو غوندې له انګرېزانو  په وېره کې و، خو عام افغانان او روحیانیون بیا په دې خو شباورۍ کې پاتې شول ،چې غالباً دا نوی هېواد چې د اسلام په نامه جوړشوی، تر ډېره به د اسلام یوه پخه کلا او محکم سنګر وي. مقصد د برېتانیې پر دې شيطاني پلان یې سر خلاص نه شو، چې کله د یادو یرغلګرو له خوا يو نوی هېواد نیم د هند اونیم د افغانستان پر خاوره جوړېږي نو طبعاً دواړو هېوادو سره به یې لانجه وي او خامخا به د هېشه لپاره د انګرېز مرستې او ملاتړ ته محتاج وي. تردې چې بالاخره د اویا کلونو له تېرېدلو وروسته ټولو مسلمانانوته ثابته شوه ،چې یقیناً پاکستان، خو د اسلام یوه کلا نه، بلکې د انګرېز یوه تاڼه ده. په هر صورت اوس موږ ته په کار ده ،چې نور ونه غولېږو او د خپلو پخو تجربه کارو سیاستوالو پر سلا مشوره او تدبیر و نقشه د پاکستان په هکله یوه داسې مشخصه تګلاره غوره کړو، چې هم یې د مګړۍ له شره ځان وژغورلی شو، ځکه د پاکستان جنرالان، خو به هرومرو د خپلو بادارانو په فرمایش له هند سره دوستي او مسلمانو پاک زړو افغانانو سره د دښمنۍ او مخالفت پروژه په ټېکه اخلي او هم يې خپل راتلونکی نسل د دوی له د سیسو او جفاوو خلاص کړای شو. لنډه دا چې موږ فقط د خپلو پخوانیو مشرانو د اشتباهاتو، ډار او خوشباورۍ له کبله د پاکستاني جنرالانو له شرارت او دښمنۍ سره مخ یو، ځکه په هماغه لومړي سرکې یې مناسبه هڅه ونه کړه، موږ افغانان یې سره نیم او کمزوري کړو او دادی اوس هم پېغورونه اورو او هم د دسیسو ښکار یو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button