
افغانان خپلو کورنیو چاروکې د پرديو مداخلې نه شي زغملی !
دخبرونو له مخې دتېرې شنبې په ورځ داسلامي امارت اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا برادر په کابل کې دایران سفیر سره په کتنه کې نوموړي ته په ټینګار سره ویلي چې افغانان په هېڅ صورت او هیڅ بیه دخپل هېواد کورنیو چاروکې دپرديو مداخلې اوفرمایشات نه منلی اونه زغملی شی.
دخبرونو له مخې دتېرې شنبې په ورځ داسلامي امارت اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا برادر په کابل کې دایران سفیر سره په کتنه کې نوموړي ته په ټینګار سره ویلي چې افغانان په هېڅ صورت او هیڅ بیه دخپل هېواد کورنیو چاروکې دپرديو مداخلې اوفرمایشات نه منلی اونه زغملی شی.
دښاغلي برادر دغه څرګندونې ظاهراً دایران او یوشمېر نورو ګاونډيو لیرې اونږدې هېوادو دهغو اعلامیو دځوابوفو هڅه ده چې وخت پروخت يې مختلفو مجالسو اومناسبتونوکې صادروي او افغانستان کې دټول ګډونه حکومت جوړېدو غوښتنې کوي حقیقت دادی چې له تېرو څه باندې څلورو لسیزو راپه دې خوا زموږ دهېواد ګرد سره ناخوالې اوپردې مظلوم ملت راغلې بدې ورځې مستقیماً دپرديو له مداخلې او داقلیتونو دپالنې اوټول ګډونه ادارو جوړولو له درواغجنو شعارونو منځ ته راغلې او ټوله نړۍ هم یقیناً پردې شاهده او ګواه ده چې همدغو بهرنیو فرمایشاتو زموږ هېواد درپه دره اوټوټه ټوته کړ. مطلب دا چې اوس باید زموږ دګاونډیانو په شمول دسیمې اونړۍ ټولو هېوادونو ته دا حقیقت دلمر په شان څرګند شوی وي چې . افغان ولس دغه په ميليونو قربانۍ فقط له پرديو یرغلګرو، پرديو ارزښتونو او پرديپالو اجیرو افغانانو څخه دخلاصون لپاره ورکړې او بلا مصیبتونه ،بې وزلۍ ،کډوالۍ اوبې سارې کړاوونه یې ګاللي دي ترڅو بالآخره دقادر خدای جل جلاله په سترفضل وتوانېدل دپرديو ټولې لومې اوزولنې وشکوي اودخپل ملت له عقایدو ،ارزښتونو اوتمایلاتو سره سم دخپل هېواداوخلکو معنوي اومادي ګټو ته ژمن یو مخلص ملی حاکمیت رامنځ ته او دپرديو لاسوهنو پروړاندې یو اوسپنیز دېوال ودروي .بناً پردې اوس مهال په هېڅ صورت نه دا احتمال اوامکان شته اونه يې باید څوک څه اټکل اوفکر وکړي چې یوځل بیا به وکړی شي پردې سرښيندونکي ولس د کوم تش په نامه بې ننګه افغان وګړي په شکل خپل کوم اجیر وتپلی شي. پاتې شوه دا موضوع چې دافغانستان اوسنی نظام په واقعیت کې څه ډول نظام او ترکومه بریده ټول ګډونه او دعام ولس په منځ کې د منلو وړ دی؟ دلته په کار ده چې هر پوښتونکی خپله فکر وکړي چې ایا د تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو په موده کې دنړۍ د ختیځ اولويدیځ نظامی زبرځواکونو سره مقاومت کوونکي مبارزین به څومره اندازه دخپلو خلکو له ملاتړه برخمن وي؟ آیا دومره ستره مقابله چې نړۍ ورته حیرانه ده ، دملت له پراخ اوهراړخیزملاتړ اومرستې پرته څه امکان لري؟ دغه راز تردې ورها خوا که دنظام موجوده بڼه وکتل شي آیا د هېواد دهرې سیمې اوهرتوکم وګړي پکې نشته ؟ آیا څوک انکارکولای شي چې له وزیرانو، والیانو ،قوماندانانو اونورو چارواکو پورې دلته دهرقوم اوهرې ژبې څومره اشخاص په دندو بوخت دي اوهريو په خورا اخلاص خپل مکلفیتونه ترسره کوي. په دې لړکې دا یادونه هم ضروري ده چې باید دټول ګډونه حکومت غوښتونکي ګاونډیان زموږ په کورنیو معاملاتو او یا دنظام جوړونه کې ترمشورو اوفرمایشاتو ړومبی لږ خو پرخپل نظام هم سوچ وکړي چې خپلو هېوادونو کې یې له قومی اومذهبي اقلیتونو سره څه ډول چلند روان دی ، هره ورځ خپل څومره وګړي زندان ته اچوي اوڅومره په اعدام محکوموي ؟ آیا موږ هم د دوی په شان ټول ګډونه حکومت جوړ کړو.