سرلیکنې

افغانان او د پاکستان ناروا غوښتنې!

د خبرونو له قراره د پاکستان کوم چارواکي یوځل بیا د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانانو وراچولې او دا غوښتنه یې هم کړې چې د دوی پر وړاندې جنګيدونکې ډلې

د خبرونو له قراره د پاکستان کوم چارواکي یوځل بیا د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانانو وراچولې او دا غوښتنه یې هم کړې چې د دوی پر وړاندې جنګيدونکې ډلې( تحریک طالبان ) مشران دې خپله مخاکمه او یا د پاکستان حوکمت ته وسپاري.له بده مرغه پاکستاني واکمن پرلپسې افغانان په یوه داسې جرم کې ملامت ګڼي او د هغه اور مړ کول ترې غواړي چې شخصاً په خپل لاس یې ترسره کړی او بل کړی دی. هغه دا چې د بېلګې په توګه تقریباً اووه اویا(۷۷) کاله مخکې انګریزانو د افغانانو یوه لویه ټوټه ځمکه دوی ته حواله کړه، دوی هم د هماغه انګریز په مرسته ښه په خوشالي قبضه کړه چې بیا یې نه افغانان وپوښتل او نه یې د هغوی ګیله واوریده. بیا یې درې پنځوس کاله وروسته هماغه انګریزانو ته نظامي اډې او د اکمالاتي لارو آسانی چمتو او د څو ډالرو ګټلو په هيله هماغه صلیبي اشر کې بشپړ ور ګډ شول. پاکستاني واکمنو د پرنګي یرغل په ټوله شل کلنه موده کې همدې سره کفر سره هراړخیزه مرسته وکړه او خپل ځانونه یې له مجاهدینو د دوی په اصطلاح ترهګرۍ سره په مقابله کې د لومړۍ کرښې جنګیالي ګڼل. دوی په زرګونو افغانان، عربان، پاکستاني او نور مجاهدین او مبارزین پرصلیبی لښکرو ژوندي وپلورل، د ډیورنډ کرښې خواته یې زرګونه کلي، کورونه او مدرسې په دې پلمه بمبارد کړې چې ولې یې مجاهدینو ته پناه ورکړې، زرګونه دیني علما، طالبان او قومی مخور یې په همدې ګناه ونیول، ووژل او ترې تم کړل. ښکاره ده چې د پنځه نوي سلنه مسلمان ملت په منځ کې به د داسې حاکمانو پرخلاف حتماً کرکه او غوسه را پاریږي، بغاوت به کوي او غټ شمېر وګړي به یې مخالفینو سره خواخوږي هم لري. خو د پاکستان اوسني واکمن د خپل نظام یادې کړنې ټولې له پامه غورځوي او ملامت هم افغانان بولي. البته موږ ښه پوهيږو چې د پاکستاني واکمنو دغه چلند، پرافغانانو دباو اچول او لانجې ورته جوړول یقیناً بیا هم له هماغه لندن او واشنګټن نه د څو پیسو ټکو لاس ته راوړو لپاره دي. کنه غالباً دوی به هم باوري وي چې افغانان د دوی هغه زخمونه نه شي رغولی کوم چې خپله یې پرځان جوړ کړي او دا به هم مني چې افغانان اوس د یو داسې خپلواک، مرکزي او مستحکم ملي حاکمیت څښتنان دي چې د نړۍ ډېرو نامي زبرځواکونو فرمایشات هم نه مني، پاکستان خو لانور هم راته پړ دی. بناً زموږ غوښتنه داده چې پاکستاني حاکمان باید د لوېدیځ خوشالولو او څو ډالرو ترلاسه کولو په هيله قصداً د وضعیت خرابولو هڅه ونه کړي کنه پرته له شکه ستونزې به يې لا زیاتې او پکې بل شوی اور به لا ژبغړاند شي. موږ پوهيږو چې ښایي لوېدیځوال به ددوی د غوښتنو ننګه خامخا کوي نور به يې هم تشویقوي او کېدی شی څه مالي مرسته یې هم ورکړي خو له تجربو ثابته ده چې دلته به د غرب ډېره ښکېلتیا یقیناً د پاکستان لپاره زښته ډېره ګرانه تمامه شي، ځکه  ا وس وخت بدل او نور له دې سیمې د لوېدیځ لاسونه په لنډېدو دي. لنډه دا چې افغان حاکمیت دا مهال د مشکلاتو زیاتولو پلوي نه دي. سیمه کې تاوتریخوالی نه غواړي، په هرقیمت د هېواد خپلواکي ساتي او د سر په بیه د پردیو مداخلو مخه نیول غواړي، نو که د همدغو اصولو په رڼا کې هر څوک موږ سره معامله او ګزران کول غواړي افغانان ورته چمتو دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button