
افغانانو د شوروي اتحاد له ښکېلاکه نړۍ وژغورله
روسانو له ډېر پخوا پر استعمار لاس پورې کړی و، خپل شاو خوا واړه اولوی هيوادونه او رياستونه يې نيول او په خپل هيواد پورې يې تړل، بيا يې د لينين په مشرۍ کمونيست ګوند د روسيې واک تر ګوتو کړ، نو د کور ، کالي، ډوډۍ شعارونو ته يې زور ورکړ، پرګاونډيو هيوادونو يې يرغلونه پيل کړل، هغه يې ونيول او د اتحاد جماهير شوروي په نامه يې يوه لويه سترواکي تاسيس کړه، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې دکمونيستي مفکورې پر اساس هيوادونه اوګوندونه تر خپلې اغېزې لاندې راوستل.
روسانو له ډېر پخوا پر استعمار لاس پورې کړی و، خپل شاو خوا واړه اولوی هيوادونه او رياستونه يې نيول او په خپل هيواد پورې يې تړل، بيا يې د لينين په مشرۍ کمونيست ګوند د روسيې واک تر ګوتو کړ، نو د کور ، کالي، ډوډۍ شعارونو ته يې زور ورکړ، پرګاونډيو هيوادونو يې يرغلونه پيل کړل، هغه يې ونيول او د اتحاد جماهير شوروي په نامه يې يوه لويه سترواکي تاسيس کړه، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې دکمونيستي مفکورې پر اساس هيوادونه اوګوندونه تر خپلې اغېزې لاندې راوستل.
شوروي اتحاد له امريکا سره مقابله پيل کړه. دواړو پوځي بلاکونه جوړ کړل چې د امريکا بلاک تراوسه د ناټو په نامه شته او فعال دی، خو د شوروي اتحاد بلاک چې د وارسا په نامه يادېده ، له منځه تللی. اوس هلته په پولنډ کې امريکايي ځناور ميشت دي ، چې له روسانو د اوکراين د ژغورلو لاپې وهي.
شورويانو له ډېرې پخوا تودو اوبو ته د رسېدلو خوبونه ليدل،هماغه وو، چې زموږ په هيواد کې يې خپل بړيڅي وروزل او د هغو په واسطه يې د سردارمحمدداودخان حکومت را نسکور او افغاني ملحدان يې د واک پرګدۍ کېنول لومړی نورمحمد تره کی پرپارکال سپور شو او هغه د خپل وفادار شاګرد حفيظ الله امين له خوا خميره کړای شو، خو دی هم څو مياشتې وروسته د ۱۳۵۸ لمريزکال د جدي په شپږمه د شورويانو له لوري ووژل شو او د شورويانو له ټولو وفادار غلام ببرک پر شوروي ټانکونو سپورکابل ته راوستل او د واک پر ګدۍ کېنول شو.
د ۱۳۵۸ هجري شمسي کال د جدي په شپږمه شوروي خوګانو زموږ پرهېواد ناروا نظامي تېری وکړ، څو تودو اوبو ته ځان ورسوي،د ناټو اتحاديه ووېروي پرشايي کړي او ټوله نړۍ ونيسي، شورويانو به ويل : تاريخ ته تکرارېږي،يعنې هدف يې داو چې کومه خاوره دوی لاندې کړې وه بيا يې بېرته نه وه پريښې، خو د افغانستان پرسپېڅلې خاوره تېری ورته ناسور شو ( د شوروي اتحاد د وروستي ديکتاتور ميخايل ګرباچوف په خپله د ناسور په نامه ياد کړ،د امريکا د يرغل پرمهال بوش ته ګرباچوف وويل چې پرافغانستان يرغل مه کوئ ،خو مغرور واک بوش ونه منله ، صليبي اشر يې تيار کړ او له ځمکې او هوا يې صليبي سريخواړه رامارش کړل چې افغان مجاهدينو د تندريزو استشهادي عملياتو په نتيجه کې صليبيان ځوړند سرونه او خړې سترګي له افغانستانه ووېستل او افغاني کرايي ګوډاګيانو يې له دوی نه مخکې پښې سپکې کړي.
ګرباچوف صليبيانو ته ښه مشوره ورکړه، خو هغوی ونه منله
هغو شورويانو چې کومې خاورې نيولې وې، هغه يې بېرته نه وې خوشې کړې، بلکې هلته يې کمونيستي افکار خپاره کړي وو، چې لا تراوسه هلته چلېږي. واضح دې وي، هغوی تاجکستان،ازبيکستان،ترکمنستان، قزاقستان،قرغيزستان، اذربايجان او نور هېوادونه نيولي وو زموږ د جهاد له برکته يې استقلال او خپلواکي واخيستلې،خو واکمنان يې د تېرو کمونيستو واکمنانو په پلوی روان دي، نظامونه هماغه د شوروي اتحاد د زمانې دي، کوم تغيير او بدلون نه په کې برېښي!!
شورويانو په افغانستان کې شپاړس لکه افغانان شهيدان او په لکونو يې ټپيان کړل، خو افغان مجاهدينو هم داسې ګوزارونه ورکړل چې تودو اوبو ته د رسېدو خوب دروغ شو او په خپله شوروي اتحاد وشړېده او ۱۵ آزاد او خپلواک هيوادونه ترې را ووتل ، دوی ( دشورويانو جاهلو واکمنانو) دانه ويل چې ګرمو اوبو ته به قطبي خوګان نه رسېږي، بلکې د افغانستان له خاورې به تېرېږو پاکستان به نيسو او سمندر ته به ځانونه رسوو.
شوروي ديکتاتورانو د افغانانو تاريخ نه و،لوستلی چې هغوی سکندر هم په کونړ او کاپيساکې داسې راګير کړی،وچې د تېښتې لاره يې هم نه درلوده ، کوروش او داريوش يې هم ځغلولي وو، چنګيز او تيمور يې هم ډبولي وو، له ګرګينه يې شغال جوړ کړی و، همدا راز انګرېز يې هم دری ځله په منډوکړی و، شورويانو دغه باتور ټاټوبي ته په ټيټه سترګه کتلي وو:
ټيټ مې مه بوله غورځنګ را باندې مه کړه
زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ يم
د شوروي اتحاد وروستي ديکتاتور درک کړه چې افغانستان نه شي نيولی، نو پښې يې سپکې کړې او وروستي شوروي عسکر چې د آمو له سينده پريوت پرحيرت او افسوس يې افغانستان ته راوکتل او غټې غټې د افسوس اوښکې يې له سترګو وڅڅېدې ، ځکه چې په افغانستان کې د مجاهدينو په لاس ډېر شوروي عسکر مردار او دکارغانو ، مرغانو ، سپيو او لېوانو خوراک شول .
د شورويانو ماغزه نهه کاله وروسته ايله ځای ته ورغلل او له افغانستانه يې پښې سپکې کړې، خو د جنيوا پر تړون يې عمل ونه کړ او د نجيب له کمونيست رژيم سره يې هرډول مرسته کوله. د صليبي ښکېلا کګرو تر راتګه پورې يې له خپلو ګوډاګيانو سره مرستې جاري وې، د ملت قاتل دوستم يې هم افغانۍ چاپولې او د رباني د شړېدلې ادارې لپاره يې هم د خپلې سخا دروازې پرانيستي وې، ځکه خو د افغانۍ ارزښت هم له منځه تللی و، همدا شان شوروي ښکېلاک زموږ هرڅه تباه کړل، له جومات اومدرسې نيولې آن تر هديرو پورې يې هرڅه له منځه يووړل، زموږ پردود ، دستور ، عنعناتو او کلتور يې ستره اغېزه وکړه.
شورويان د دلوې په ۲۶ مه زموږ له هيواده ووتل، خو د دوی حماقت او ګوډاګيان په افغانستان کې پاتې شول اماګوډاګيان يې ډېر بېوفا وو، د لينين او ستالين هغه شعار چې د نړيوال سړيخور امپرياليزم ( امريکا او ناټو والو) خلاف به يې ورکاوه هغه يې هېر کړ او د صليبيانو ملاتړ يې وکړ، دکمونيست نظام ډېر پخواني چارواکي هېواد ته راغلل او له هغوی سره يې مرسته اوهمکاري وکړه!!
د نړۍ ډېر هېوادونه او ولسونه بايد له افغانانو مننه وکړي،ځکه د شورويانو په ځپلو او ځغلولو سره يې دکمونيزم له اسارت او غلامۍ وژغورل او د استقلال او خپلواکۍ خاوندان يې کړل .
مولوي محمد علی عظمت