دینی لیکنې

اغېز ناکه خبره؛ څوک تر کماله رسوي!

امام ابوحنيفه رح يو ماشوم وليد،چې په خټو کې یې لوبې کولې، نوموړي ورته وویل: ماشومه پام کوه چې ونه غورځې! ماشوم ورته وويل (( ته ډېر پام کوه چې ونه غورځې! ځکه د عالم په غورځېدو(خطاء) سره ټول امت خطا کېږي! د ماشوم همدغه یوې خبرې په امام صاحب دومره لوی اغېز وکړ،چې له هغه وروسته يې تر هغه وخته چاته فتوا نه ورکوله، تر څو چې به يې مسئله له خپلو شاګردانو سره پوره يوه مياشت مناقشه او درس کړې نه وه.

امام ابوحنيفه رح يو ماشوم وليد،چې په خټو کې یې لوبې کولې، نوموړي ورته وویل: ماشومه پام کوه چې ونه غورځې! ماشوم ورته وويل (( ته ډېر پام کوه چې ونه غورځې! ځکه د عالم په غورځېدو(خطاء) سره ټول امت خطا کېږي! د ماشوم همدغه یوې خبرې په امام صاحب دومره لوی اغېز وکړ،چې له هغه وروسته يې تر هغه وخته چاته فتوا نه ورکوله، تر څو چې به يې مسئله له خپلو شاګردانو سره پوره يوه مياشت مناقشه او درس کړې نه وه.[ مقدمة حاشیه ابن عابدين ١_٦٧]

امام أحمد رح وايي د ستونزې پر مهال ماته د دوو تنو خبرو ډېره ګټه ورسوله؛ لومړی د هغه چا خبره چې د شرابو د څښلو له امله بندي شوی و او ماته یې په زندان کې وویل: ای احمده! صبر وکړه! ته د شريعت لپاره وهل کېږي او زه د شرابو له امله وهل کېږم، خو بیا هم صبر کوم!

دویمه خبره داچې زه کله زندان ته وړل کېدم، په لاره باندې یو کوچي را باندې غږ وکړ چې ای احمده! صبر وکړه، له یوې خوا وهل کېږې او له بلې خوا جنت ته ور داخلېږي! امام احمد رح وايي: ماته چې به د سزا راکولو  پرمهال هغه خبرې را يادې شوې؛ هېڅ درد مې نه احساساوه.[لاتحزن کتاب]

کله چې موږ د يو حديث لپاره سرچینه(صحيح البخاري) ووینو، نو سل په سله کې مو د حديث په صحت او قوت باور پيدا شي، صحيح البخاري ته له قرآنکریم را وروسته (اصح الکتب) لقب ورکړل شوی ، تاسو پوهېږئ چې امام بخاري رح د ياد کتاب ليکلو ته کومې خبرې و هڅاوه؟

د مشهور محدث اسحاق بن راهویه رح د حديثو په درس کې امام بخاري رح هم ناست و، اسحاق بن راهویه رح دا خبره یاده کړه((که په تاسو کې یو چا داسې کتاب لیکلای وای، چې د رسول الله ﷺ صحيح احادیث په کې را ټول شوي وي؟!)) دې خبرې په امام بخاري رح اغېز وکړ او د صحيح البخاري ليکلو ته يې وهڅاوه [هدی الساري ٩]

د جرح او تعديل لوی امام، په هر فن کې د معلوماتو خزانه؛ امام ذهبي رح د علم حديث زدکړې ته هغې يوې خبرې وهڅول،چې نوموړی داسې وايي: کله چې امام البِرزالي زما خط وليد او راته يې وويل(( خط دې څومره د محدثینو خط ته ورته ده!)) له همغه خبرې په ما کې د حديثو د زدکړې روحيه او جذبه را وټوکېده. هغه و چې نوموړی د حديثو له سترو امامانو او حافظانو څخه وګڼل شو.

پايله دا چې هېڅ کله کومه د خیر خبره کمه مه ګڼه او له چا څخه يې مه سپموه؛ ځکه هغه خبره چې ستا په نظر کمه او بې قدره ښکاري؛ شايد اوریدونکي تر کماله ورسوي، مړه احساسات يې را ژوندي شي او د خدمت او فعالیت روحيه يې قوي شي. ډېر ځلې د ښوونکي لخوا زدکوونکو ته د ډېرو کتابونو په ښوونه دومره پند نه شي حاصلېدای، لکه چې يوازې په يوه خبره ورته حاصل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button