ټولنه او کلتور

اغېزمنه انټرنیټي مبارزه

انټرنټ د اوسني عصر له فتنو څخه یوه داسې ده چې د مفاسدو د بیانولو لپاره یې د (فتنې) د لفظ لمن هم تنګه محسوسیږي،د موبایل پر سکرین باندې د څو لمحاتو لپاره پرکشش خو داسي بد ترین او خوفناک خندق خوله خلاصوي،چې له پراخ والي یې او ژوروالي یې کوم حد او پيمانه نشته، د شهواتو او شبهاتو یو سیلاب دی، چې د کمپیوټر پر سکرینونو هجوم راوړي، زړونه او اذهان په خپله ولکه کې اخلي.

انټرنټ د اوسني عصر له فتنو څخه یوه داسې ده چې د مفاسدو د بیانولو لپاره یې د (فتنې) د لفظ لمن هم تنګه محسوسیږي،د موبایل پر سکرین باندې د څو لمحاتو لپاره پرکشش خو داسي بد ترین او خوفناک خندق خوله خلاصوي،چې له پراخ والي یې او ژوروالي یې کوم حد او پيمانه نشته، د شهواتو او شبهاتو یو سیلاب دی، چې د کمپیوټر پر سکرینونو هجوم راوړي، زړونه او اذهان په خپله ولکه کې اخلي.

دغه مثبتې څومره روحونه په ناآرامي او د شهوت او هوس په نه ماتیدونکې تنده مبتلا کړي او د بدنصیبو شمیر څومره ډیر دی، چې د دنیا او آخرت د بربادۍ لپاره یې له دې اژدهار سره ملګرتیا بسنه کوي.

شیطانانو ته شاید په ټول انساني تاریخ کې داسې سهولت له دې وړاندې نه و برابر شوی، څنګه چې نن دانټرنټ په صورت کې ورته میسر دی او دوی په ډیره آساني او مکر سره انسانان په خپل دې شیطاني جال  (انټرنټ) کې راګیروي او د تباهۍ او بربادۍ کندې ته یې ورغورځوي.

بیا په اوسني دور کې د ظرافت په پرده کې ظلم ورته وایه او که  د اخیرې زمانې له تاریکیو ډک باران، چې نن دا نتهائي خطرناکه فتنه هم په څو سببونو د دین او دعوت د جهاد او د اسلامي نظام لپاره د مبارزې یوه وسیله جوړه شوې ده، لکه څنګه چې د زړونو او اذهانو د متأثره کولو آسانه وسیله هم ده، نو ځکه د فوز او فلاح لوري ته دعوت کوونکي هم خامخا دا استعمالوي، له ځوانانو څخه هم یوه ډله نن سبا پر انټرنټ د حق لارې ته دعوت مومي او د مجاهدینو یوه ډله که څه هم تعداد یې  لږ دی، له نټ سره په یوه نه یوه سطحه تړاو لري، له همدې امله نن سبا د اسلامي امارت د منهج او دریځ  د ابلاغ کار تر ډیره حده پر انټرنټ هم کیږي، خو داسي  نه ده چې پر انټرنټ دې دا مبارزه دې په هر ډول سره چې وي اسلامي امارت ته ګټه ورسوي.

رښتیا داده چې دا یوازې په هغه صورت کې زموږ د نظام لپاره ګټوره ثابتیدلای شي، چې په کې مبارزین له افراط او تفریط  پرته د مبارزې شرعي آداب او اخلاق مراعات کړي، ځکه که  فضا پر غُلوَ بنا وي، د علم او فهم پر ځای یوازې احساسات او سطحیت وي، او د مبارزې په نامه داسي غیرشرعي اسلوب وي، چې له اسلامي نظام څخه د نفرت سبب ګرزي، نو یوازې دا نه چې مبارزې ته تاوان رسېږي، بلکه  ې له دې ډیر زیات تیری دادی، چې په خپله د نظام  په تخریب کې هم ستر رول لوبوي.

الله تعالی دې موږ ته د انټرنټ د صحیح استعمال توفیق راکړي. آمین

طالب العلم زابلي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button