سرلیکنې

اسلام کې د مېرمنو د ميراث حق او زموږ ټولنه؟!

الله تعالی د انسانانو د نېکمرغۍ او برياليتوب لپاره اسلام د وروستي او تلپاتې شريعت په توګه غوره کړی دی. د اسلام په راتګ سره په تيارو او جهل کې ولاړ انسان خپل ورک مسير وپېژانده. هغه مهال انسانانو په ډېر بد حالت کې ژوند کاوه، د ټولنې افراد په طبقاتي برخو تقسيم وو، په ځانګړې توګه په شپږمه ميلادي پېړۍ کې د اسلام له راتګه وړاندې د نړۍ په لر او بر کې ښځې ته په ډېره سپکه سترګه کتل کېدل، له ټولو حقونو بې برخې وه او د مال په ډول به په ميراث وړل کېده، د مالکيت حق نه ورکول کېده او ځينو ټولنو خو ان لا د ژوند حق هم ترې اخيستی و. د اسلام له راتګه وروسته ښځې خپل ورک شوی مقام بېرته ترلاسه کړ.

اسلام د نورو حقونو تر څنګ مېرمنې د ميراث په حق کې هم شريکې کړي دي او د ملکيت حق يې ورکړی دی. الله تعالی د قران کريم په النساء مبارکه سوره کې د ميراث حکمونه د نورو احکامو په پرتله په ډېر تفصيلي ډول بيان کړي دي، چې د مفسرينو په اند د دغه حکم اهميت او ارزښت ترې څرګندېږي.

په دغه سورت کې په څرګند ډول راغلي، چې د پلار يا مور له وفات وروسته يې په پاتې مال کې د زامنو ترڅنګ لورګانې هم شريکې دي او د زوی د برخې نيمايي به وړي. دغه راز د خاوند پاتې مال کې مېرمن او د ميرات شوي ورور مال کې د خويندو د حق باره کې هم په تفصيلي ډول احکام بيان شوي دي.

د ميراث له حکمونو بيانولو وروسته الله تعالی هغه خلک ستايلي، چې دغه احکام عملي کوي او هغو کسانو ته يې د دردناک عذاب زيری ورکړی چې دغو حکمونو باندې عمل نه کوي.

خو له بده مرغه چې زموږ په پښتني ټولنه کې مېرمنې د ميراث له حقه بې برخې کړای شوي دي، ان دينداره خلک او د علماوو کورنۍ هم په دې برخه کې له شريعت سره سم عمل نه کوي، بلکې د پلار، خاوند او ميرات شوي ورور له مړينې وروسته يې ټول مال زامن او وروڼه اخلي او لورګانې، مېرمنې او خويندې له دې ثابت حق څخه بې برخې کېږي.

د دغې ټولنيزې ستونزې او ورته نورو هغو ناروا رواجونو، چې ښځې ترې رنځ وړي، له ټولو ستر لامل له ديني زده کړو ناخبري ده، که چېرته موږ غواړو چې په دې برخه کې ښې پايلې ترلاسه کړو او له شريعت سره سم ژوند وکړو، په نارينه وو او ښځينه وو کې بايد د ديني زده کړو کچه لوړه کړو.

اوس چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او امیرالمؤمنين حفظه الله په خپلو فرمانونو کې هم مېرمنو ته پر نورو شرعي حقونو سربېره په ميراث کې د حق پر ورکړه ټينګار کړی، خو پکار ده، چې د نورو برخو ترڅنګ دغې برخې ته لا ډېره توجه وشي.

دا يوازې د اسلامي امارت د مسئولينو او چارواکو دنده نه ده، بلکې ديني عالمانو، د مدرسو او ښوونځيو استادانو، رسنیو او بانفوذه شخصيتونو ته هم په دې برخه کې خورا ډېر مسئوليت متوجه دی، چې د عامه پوهاوي له لارې دغه ټولنيزه ستونزه او د شريعت مخالف دود زموږ له ټولنې په بشپړ ډول له منځه یوسي او ځای يې عدالت ونيسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button