سیاست او دولت

اسلام کې د مېرمنو حقونه او زموږ ټولنه؟!

الله تعالی د انسانانو د نېکمرغۍ او برياليتوب لپاره اسلام د وروستي او تلپاتې شريعت په توګه غوره کړی دی. د اسلام په راتګ سره په تيارو او جهل کې ولاړ انسان خپل مسير وپېژانده.

الله تعالی د انسانانو د نېکمرغۍ او برياليتوب لپاره اسلام د وروستي او تلپاتې شريعت په توګه غوره کړی دی. د اسلام په راتګ سره په تيارو او جهل کې ولاړ انسان خپل مسير وپېژانده. په ځانګړې توګه په شپږمه ميلادي پېړۍ کې د اسلام له راتګه وړاندې د نړۍ په لر او بر کې ښځې ته په ډېره سپکه سترګه کتل کېدل، له ټولو حقونو بې برخې وه او د مال په ډول به په ميراث وړل کېده، خو د اسلام له راتګه وروسته ښځې خپل ورک شوی مقام بېرته ترلاسه کړ.اسلام د نورو حقونو تر څنګ مېرمنې د ميراث په حق کې هم شريکې کړي دي او د ملکيت حق يې ورکړی دی. الله تعالی د قران کريم په النساء مبارکه سوره کې د ميراث حکمونه د نورو احکامو په پرتله په ډېر تفصيلي ډول بيان کړي دي، چې د مفسرينو په اند د دغه حکم اهميت او ارزښت ترې څرګندېږي.په دغه سورت کې په څرګند ډول راغلي، چې د پلار يا مور له وفاته وروسته يې په پاتې مال کې د زامنو ترڅنګ لورګانې هم شريکې دي او د زوی د برخې نيمايي به وړي. دغه راز د خاوند پاتې مال کې مېرمن او د ميرات شوي ورور مال کې د خويندو د حق باره کې هم په تفصيلي ډول احکام بيان شوي دي.خو له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې مېرمنې د ميراث له حقه بې برخې کړای شوي دي، ان دينداره خلک او د علماوو کورنۍ هم په دې برخه کې له شريعت سره سم عمل نه کوي، بلکې د پلار، خاوند او ميرات شوي ورور له مرګه وروسته يې ټول مال زامن او وروڼه اخلي او لورګانې، مېرمنې او خويندې له دې ثابت حق څخه بې برخې کېږي.د ميراث د حکمونو له بيانولو وروسته الله تعالی هغه خلک ستايلي، چې دغه احکام عملي کوي او هغو کسانو ته يې د دردناک عذاب زېری ورکړی چې پردغو حکمونو باندې عمل نه کوي.د ميراث د حق په څېر زموږ ټولنه کې مېرمنې د مهر او نکاح په هکله د مشورې له حق څخه هم بې برخې دي، له نکاح وروسته يې مهر د ولور په نامه  پلار يا ورور اخلي او دغه راز يې چې د کورنۍ هر څوک خوښ شي، له پوښتنې او مشورې پرته لور/خور په نکاح ورکوي.اوس الحمدلله په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او امیرالمؤمنين حفظه الله هم په خپلو فرمانونو کې مېرمنو ته د اسلام ورکړو حقوقو پر ورکړه ټينګار کړی؛ خو دا يوازې د اسلامي امارت د مسئولينو او چارواکو دنده نه ده، بلکې ديني عالمانو، د مدرسو او ښوونځيو استادانو، رسنیو او بانفوذه شخصيتونو ته هم په دې برخه کې خورا ډېر مسئوليت متوجه دی، چې د عامه پوهاوي له لارې د شريعت مخالف دودونه زموږ له ټولنې په بشپړ ډول له منځه یوړل شي او عدالت تآمين شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button