
اسلام د عزت دين دی
اسلام يو داسې کامل دين دی، چې د هر چا حقوق په کې خوندي دي او دبرترۍ معياريې هم تقوا ګرځولې ده، چې تور پر سپين او سپين پر تور، عرب پر عجم او عجم پر عرب برتري نه لري، نو ځکه خو وايي، چې ((شخصيت د علم په لحاظ او فوقيت د تقوا په لحاظ ))عربو مشرکينو دجهالت په دوره کې خپلې لوڼې ژوندۍ ښخولې، شراب عام وو او په کلونو کلونو به يو له بل سره په فتنو او خپلمنځي شخړو کې ښکېل وو. ديوه اوښ به چې د بل له اوښ څخه برې او به وڅښلې، په دې خبره به يې يو له بل سره مړي کول. يوه به په لاره کي پښې وغځولې او ويل به يې چې څوک به وي چې زما پښې راټولې کړي. بل به پرې ورغی او هغه به په توره ورټولې کړې، چې په دې ترتيب کلونه کلونه په خپل منځ کې سره په فتنو او وژلو اخته وو. کله چې حضرت محمد(ص) دالله(ج) له لوري پر پيغمبرۍ مبعوث شو، داسلام دين ته دعوت او بلنه پيل شوه او زياتو کسانو اسلام قبول کړ، نو ددنيا پرمخ دغه جاهل قوم ته الله(ج) په اسلام سره عزت ورکړ، همدارنګه داسلام په دعوت کې الله رب العزت داسې اثر ايښی چې ښځې ته هم په اسلامي ټولنه کې دغړيتوب حق ورکړ شو. دمکې او مدينې منورې په کوڅو کې دشرابو ويالې وبهېدې او دشرابو څښل بند شول، خو دا په جبر نه بلکې داسلامي دعوت او دنبوي اخلاقو په پايله کې، دجهالت ټغر ټول او داسلام وړانګې پر هر لور خورې شوې او داسلام په لاره کې يې دقربانۍ او ايثار داسې کارنامې پرېښودې چې اسلامي امت 1402کاله وروسته هم پرې وياړي او درناوی يې کوي، اسلام دعدالت دين دی او الله (ج) هم له عدالت سره درحمت فيصلې رالېږي او کله چې انسانان پر نفسي خواهشاتو مبتلا شي، تکبر وکړي او ظلم پيل کړي، نو ((دظلم کاسه نسکوره وي.)) بايد چې له تېرو ترخو تجربو دعبرت درس واخلو او دتکرار مخه يې ونيسو او له داسې اعمالو او کړنو څخه ډډه وکړو، چې دالله (ج) دنارضايتۍ باعث ګرځي موږ بايد له عقل او تفکر څخه کار واخلو او دکفري نړۍ په مقابل کې داسي دريځ خپل کړو، چې خپل هيواد او ملت ددوی له شر څخه وژغورو، خپل ملت بايد په غېږه کې ونيسو، پوښتنې او غوښتنې يې واورو او ستونزې يې هوارې کړو.