سرلیکنې

اسلام او په حقوقي لحاظ د ښځې خوندي موقف!

د ښځې د موقف په اړه د نړۍ ادیان، مذاهب او سازمانونه بېلا بېل تعریفونه او دريځونه لري، خو د اسلام سپېڅلي دین د ښځې لپاره خورا لوړ مقام او خوندي موقف ورکړی دی.

اسلام ښځې ته د مور په بڼه له نارینه ډېر حق ورکړی، ځکه ښځه ده چې د یوې مهربانې مور په بڼه د بشر بقا، هستي او پایښت يې له بابا آدم څخه تردې دمه په ښه ډول ساتلی. په یقین سره ویلای شو چې له نارينه پرته د ښځې موجودیت او له ښځې پرته د نارينه موجوديت کومه مانا نه لري، ځکه دواړه د بشر د بقا لپاره یو د بل (مکمل) او لازم و ملزوم ثابت شوي دي، خو ښځه بیا د انساني ژوند په دغه اوږده سفرکې د نارینه په پرتله لوړه خدمتګاره ثابته شوې، ځکه د بشر لپاره یې د یوې مهربانې مور په توګه د نارینه وو په پرتله موثر او قوي خدمتونه ترسره کړي. ټول انسانان که نر وي او که ښځه د یوه کمزوري، بې وسه ، بېوزله او معصوم ماشوم په بڼه دنیا ته راځي، که مهربانه مور نه وي ښایي تر دوو دریو شپو پورې ژوندی پاته نشي، همدا مور ده چې د زیږون د سختیو له لومړیو شیبو بیا ترهغه وخته د ماشوم پالنه او ساتنه کوي څو ماشوم د ګرځېدو شي او له هغه وروسته یې هم په ډېر ناز او محبت لویوي. د اولاد په مقابل کې مورنی (حب) د الله تعالی هغه لوی حکمت دی چې په حیرانوونکي ډول یې د مورپه وجود کې پیدا کړی ، د خطر په صورت کې ښایي مور خپل اولاد ته د نجات ورکولو په خاطر د سر په بیه قرباني ته هم حاضره شي، هغه عاطفه چې ښځه یې د اولادونو په مقابل کې لري ، د پلار په وجود کې نشته ، نوځکه یې حق هم له پلاره زیات ښودل شوی. ښځه نه یوازې د بشر پالونکې او ساتونکې ده، بلکې د ښکلا او ښایست هغه ځلانده ډېوه هم ده چې کور پرې ښایسته او د کور څراغ ګڼل شوې ده، نو لازمه ده چې له هر ډول تاوتریخوالي څخه خوندي وساتل شي، ښځې حضرت آدم علیه السلام له تنهایۍ را ووېست، له یوازیتوب او انفرادیت څخه یې وژغوره او دواړو په خوشحالي سره یو د بل په څنګ کې ټولنیز ژوند پیل کړ، په خواشینۍ سره چې د زمانې په تېرېدو سره یې په اولاده کې طبقات را منځته شول او په یوشمېر غیر اسلامي ټولنو کې د دوهم پیدا شوي کس په توګه وګڼل شول، ځینو ټولنو بیا ورټل، د عربو د جاهلیت په دوره کې ماشومې نجونې د جاهلانه غیرت په حکم ژوندۍ ښخېدلې، چې دغه بې رحمه او جاهلانه غیرت د حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم په واسطه له منځه لاړ، همدارنګه په ځینو ټولنو کې به شاقه او سخت کارونه ښځو ترسره کول او نارینه به بې غمه ناست وو ، په ځینو کې یې بيا د کوژدن پر مهال پر ښځه دا شرط هم ایښودل کېده چې که یې مېړه ښه ونه ساته، طلاق به ورکول کېږي.

خو دا چې ولې د تاریخ په اوږدو کې پورته ياد شوي ټول منفور او کرکجن رواجونه پر ښځه تعمیل کېدل د جهالت د رواجونو زیږنده به یې وبولو، که د تاریخ په اوږدو کې د ښځې موقف په غیراسلامي ټولنو کې را وڅیړل شي ، نو ښځه له عجیبه زړه بوږنوونکو پېښو او رواجونو سره مخ شوې ده، د هند په پخوانیو ټولنو کې د مذهبي حکم له مخې ښځه د خپل مېړه د مرګ پر مهال له هغه سره ژوندۍ ستي کېدله (سوځېدله).

که د ښځې پر اخلاقي، فزیکي او سلوکي جوړښت تم شو، نو په دې خو هرڅوک پوهیږي چې ښځه هم د نارینه په شان د ټولو انساني احساساتو او ادراکاتو درلودونکې ده، که په فزیکي ډول له نارینه کمزورې ده؛ خو عاطفه او احساسات یې بیا له نارینه پیا وړې دي، ښځه د الله پاک هغه عاطفوي مخلوق دی چې د خاوند او اولادونو لپاره لومړۍ درجه زړه سواندې ، خواخوږې ، خدمتګاره اومونسه ثابته شوې ده ، نوځکه باید د خاوند او اولادونو له خوا مهربانه او د زړه سواندۍ سلوک ورسره وشي، بلوغ ته تر رسېدو پورې د اولادونو نفقه پر پلار فرض ګرځول شوې، خو د ښځې نفقه بیا څو چې ژوندۍ وي پرمېړه فرض ده، ځکه اسلام په حقوقي لحاظ دښځې او مېړه حدود مشخص ټاکلي. همدارنګه یې په کورنۍ معاشره کې هم د خپل خاوند له خوا پر ښځه ظلم او تاوتریخوالی غندلی.

 د اسلامي ارشاداتو په رڼا او د اسلامي امارت په منشور کې د ښځې حقوق د مور، مېرمنې ، خور او لور په بڼه په حقوقي لحاظ بشپړ خوندي ښودل شوي او ساتل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button