سرلیکنې

اسلامی امارت به د هېوادوالو په بسیاکولو کې هېڅ ډول غفلت ونه کړي

اسلام د یو سپېڅلي الهي دین او نظام په توګه د عقلانیت له یوې داسې لوړې درجې نه برخمن دی چې دګرد بشري تاریخ په اوږدوکې یې له نظریاتي پلوه هېڅوک نه شي ننګولي.

اسلام د یو سپېڅلي الهي دین او نظام په توګه د عقلانیت له یوې داسې لوړې درجې نه برخمن دی چې دګرد بشري تاریخ په اوږدوکې یې له نظریاتي پلوه هېڅوک نه شي ننګولي. ځکه د انساني تو کم له پاره په تهذیب، اخلاق، سیاست، اقتصاد، ټولنې، حقوقو او د ژوندګردو څانګو کې داسې غوره، معقولې او پخې لارښوونې لري چې د انسان د هر اړخیزې سوکالۍ او نېکمرغۍ ضمانت  کولي شي. او بیا آن تر ډېرو وړو جزئیاتو پورې هره لارښوونه یې پر داسې پیاوړو او محکمو دلایلو ولاړه ده چې د نړۍ پرمخ هیڅ فیلسوف، ساینس پوه او یا نور مسلکي، علماء کوم عقلي او منطقي کمي او نیمګړتیا نشي پکې ثابتولي، مطلب دا چې کله مسلمانان د خپل تهذیب او تمدن له داسې پیاوړي او برلاسي استدلال او منطق نه برخمن وي، نو بیا هېڅکله نه ښایي چې د نا مسلمانو ټولنو پر وړاندې متواضع سیاست غوره کړي، اوس مهال چې موږ افغانان د بې سارې قربانۍ په نتیجه کې د ناټو له شل کلن اشغاله خلاص شوي او یرغلګرو خواووته زموږ د صبر و ثبات ښه اندازه لګېدلې او هغوی هم په نظامي ډګر کې د خپلې ستومانۍ او بې وسۍ ښکاره نارې وهي نو بیا لازمه ده چې موږ هم له هغوی نه د متقابل احترام د پالیسۍ غوښتونکي شو، په دې مانا چې که د یرغل او جګړې تاوان نه شوترې غوښتلي نو د رسمیت پېژندنې او بشري مرستو په هکله هم ډېرې زارۍ نه دي په کار، بلکې افغانانو ته ښایی چې د ملګرو ملتو نړیوالې ادارې ته خپل عرایض په یې واضحو ټکو وړاندې او له همدې آدرسه لیرې او نږدې ګردو هېوادونو ته یی ور واوروي چې که څوک پر ته له قید او شرطه افغان ملت او حکومت یې په رسمیت پېژني او مرسته یې کوي نو موږیې مننه کوو او ورسره د ښه او مناسب چلند اراده لرو، خو په هیڅ صورت به چا ته اجازه ورنکړو چې زموږ په نظام کې ګوتې ووهي او یا خپلي ناروا غوښتني پر موږ ومني، ځکه افغان ولس په تېرو شلو کلونو کې د میلیاردونو ډالرو مشروطې مرستې بالآخره په لغته ووهلې او مخ یې ترې واړولو- دا وخت افغانان د تېرو څلورو لسیزو د تجربو پر اساس ډېر ښه پوهېدلي چې د نړۍ ټول هېوادونه یوازې او یوازې خپلې اقتصادي او سیاسي ګټې پالې او په سیاسي تعاملاتو کې د رحم او عاطفې غوندې مفاهیمو یوه ذره هم څه نشته، په تېره بیا زورور هېوادونه خو پرته له بدماشي نور هیڅ ډول قوانین نه پېژني. کنه بیا خو به یې د فلسطین، برما، سوریې، یمن او داسې نورو په هکله څه د خیر اقدام کړی وای. لنډه دا چې اوس نو د ګرد افغان ولس دیني او ملي ذمه واري دا ده چې د اسلامي امارت ننګه وکړي او هیڅکله دا ترې ونه غواړي چې د پخواني رژیم په څېر د هر بې دینه هرې مشورې او فرمایش ته لاس په نامه ولاړ او د غلامۍ تر حده چاپلوسي وکړي. زموږ مسلمان ملت د همدغو ارزښتونو او خپل تاریخي پت او اسلامي عزت د ساتنې او دفاع له پاره په همدې تېروڅلوېښتو کلو کې د نړۍ دواړو سترو نظامي ډلو وارسا او ناټو سره بې شانه لويه او تاریخي جګړه ترسره او دلکونو سرونو قرباني ورکړې ده. پر دې اساس د اسلامی امارت مشران هیڅکله نه شي کولي د خپلو بې وزله خلکو د بسیا کولو په خاطر یوځل بیا د مغرضو هېوادونو د بندګۍ ځنځیر غاړې ته واچوي ا و د خپل شهید شهید ملت پر ټولو سر ښندنو سودا کولو ته ملاوتړي. البته د خلکو خدمت، رعیت پر خپلو پښو درول او پر ځان بسیاکول هغه فریضه ده چې ان شاء الله هیڅ غفلت او سستي به پکې ونه شي او لوي قادر خداي به ټولې ستونزې حل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button