
اسلامي نظام د افغان مجاهد ملت اساسي هدف دی
له شرقي او غربي ښکېلاکګرو سره زموږ جهاد او مبارزه او په دغه جهاد کې د ميليونونو افغاني مجاهدينو شهادتونه او قربانۍ ددې لپاره وې چې زموږ په ګران او محبوب هيواد افغانستان کې يو سوچه اسلامي نظام حاکم شي، امنيت تامين او داسلام په چوکاټ کې ټولنيز عدالت رامنځ ته شي او د همدغه هدف دلاس ته راوړلو لپاره مو له شرقي اوغربي ښکيلاکګرو ځواکونو سره مقابله وکړه او په دغې مقابله کې موبريا خپله کړه . موږ هم انسانان يو او د دنيا په دې خاورين کلي کې د استوګنې حق لرو. موږ هم ددنيا د نورو ملتونو په څېر ځان ته جغرافيه ، خپل قوانين او کلتور لرو او دخپل الهي قانون په چوکاټ کې ژوند کول غواړو . هېڅوک د ا حق نه لري چې زموږ په قوانينو او کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي ، خو نړيوال استعمارنه غواړي چې دلته اسلامي نظام حاکم او پياوړی شي .هغوی چې په نظامي ډګر کې يې ماته خوړلې، په يوه اوبله پلمه غواړي،چې له افغان ملت څخه غچ واخلي . موږ نړيوالو استعمارچيانو ته وايو چې تاسې په شلو کلونو کې په نظامي ډګر او په يو نا برابر جنګ کې چې افغان مجاهدينو هېڅ هم نه درلودل او تاسې د يوويشتمې پېړۍ تر ټولوستر فرعوني ځواک وی،چې په هر ډول پرمختللو بيولوژيکي او کمپيوټړي وسلو سنبال وئ، د افغان مېړني او غيرتي ملت په وړاندې د مقابلې توان موله لاسه ورکړ. ستاسې دغه روانه تبليغاتي جګړه چې د اسلامي امارت پر ضد موپيل کړې ده ، دا به هم مثبته پايله ونلري.
اسلامي نظام او ديني مقدسات افغان مجاهد ملت ته سره کرښه ده او په هېڅ ډول په دې برخه کې نرمښت، تغير او تبديل ته تيار نه دی. افغانانو ددغه نظام د قيام لپاره قرباني ورکړې او ددفاع او ساتنې لپاره يې هم قربانۍ ته چمتو دي. لکه چې سيد جمال الدين افغان ويلی : د ذلت له ژوند څخه د شهادت مرګ په سلهاوو ځله غوره دی . هغه ملتونه چې د قربانۍ جذبه او د آزادۍ احساس ونلري د خپلواکۍ مزه نشي څکلاي او هغه ملت چې د قربانۍ جذبه او دآزادۍ احساس ولري د نوروځغ ته سر نه ټيټوي او يا هغه ملت چې شهادت د ذلت له ژوند څخه بهترګڼي په هېڅ شکل د غلامۍ او اسادت ژوند نه قبلوي)) لکه انګرېزي يرغلګرو په افغانستان کې ماته وخوړه او دغه خبربرېتانيې ته ورسېد، نو دبرېتانيې دهغه وخت صدر اعظم ګلا ډيسټون وويل (( له هغه قوم سره څوک څه کولی شي چې هغوی جنت د ټوپک په ميل کې ګوري. آزادي په تشو خبرو نه اخيستل کېږي ، بلکې آزادي اخيستل کېږي)) زموږ مؤمن او مېړني ملت دغه آزادي دميليونونو مجاهدينو په قربانۍ ترلاسه کړې او دقربانيو په ورکولو سره به يې دفاع او ساتنه وکړي. نړيوال استعمار چې له اسلامي نظام سره دښمني لري او نه غواړي په افغانستان کې اسلامي نظام غښتلی او پياوړی شي،دوی خپلو مذبوحانه هلو ځلوته دوام ورکړی او ديوه منظم پلان له مخې يې د اسلامي امارت پرضد رسنيزه تبليغاتي جګړه پيل کړې . موږ هغوی ته وايو چې د خپل غرور له نيلي راښکته شئ زموږ په کورنيو چارو کې له لاسوهنی . لاس واخلئ ، افغانان پرېږدئ چې خپل سرنوشت پخپله وټاکي او ددنيا د نورو هيوادونو او ملتونو په څېر يو بل ته د متقابل درناوي ، تعامل ، راشه درشه او اړيکوپه وسيله د تجارتي ، فرهنګي ، زراعتي روغتيايي او تعليمي روابطو په چوکاټ کې ژوند وکړو. لکه چې عبدالرحمن بابا : په خپل يوشعر کې ويلي:
کوهی مه کنه د بل سړي په لارکې
چېرې ستا به د کوهي په غاړه لارشي
ته چې بل پرغشو ولې هسې پوه شه
چې همداغشي به ستا په لور ګذار شي