ټولنه او کلتورمقالې او تبصرې

اسلامي او ټولنیز آداب

57 / 100

د لارې آداب

هر انسان ته الله (ج) د هغه د مرتبې او مقام په اندازه عزت ورکړی، په یوه ټولنه کې ژوند کول بغیر له دې چې اسلامي آداب مراعات شي ډېر سخت تمامېږي، په یوه اداره یا کور یا بل هرځای چې وشي باید د آدابو خیال وساتل شي، په اداره کې د اداري او وګړو سره د ادارې آداب مراعت شي، پر لاره آداب مراعات شي، د یوه چا دروازې ته چې ځئ د دروازې او کور آداب مراعات شي، د مشورې په وخت کې د مشورې آداب مراعات شي او غیره…

خو دا چې اسلامي او ټولنیز آداب ډېر دي موږ یې د بیانولو توان نه لرو،خو بیا هم ځينې هغه آداب چې زموږ په ورځني ژوند کې تکرارېږي تر تاسو پورې در ورسوو، چې د هغه له جملې نن د لارې د آدابو بیان درته کوو:

۱- سلام کول، سلام د شرعي پلوه سنت دی، د ټولنې له مهمو آدابو څخه دی باید موږ خپل په منځ کې سلام مروج کړو او همداراز د لارې د آدابو څخه یو ادب دی؛

۲- پر لاره چاته تکلیف نه رسول، پر لاره، موټر سایکل او موټر چاته اذیت نه رسول، پر چا دوړې نه کول او د پیاده کس بغل ته موټر سایکل او موټر نه څغلول او همدازاز چاته په خوله بد و رد نه ویل؛

۳- د لارې او سړک په منځ کې نه درېدل او ازدحام او شلوغ نه جوړول، ځينې خلک د سړک منځ کې سایکلان یا موټران دروې او روغبړونه کوي،چې د دې کار په کولو سره ازدحام جوړېږي، د نورو موټرانو او وسائلو لاره بندېږي، موږ باید دا ادب ډېر مراعت کړو؛

۴- په لاره کې خوراک نه کول، لکه څرنګه چې خوراک او څښاک په ناسته سره سنت دی، نو دا ډېر نامناسبه او د ادب څخه خلاف دی،چې څوک پر لارې روان یې په ولاړه خوراک کوي، یا په لاره کې ناست یې خوراک کوي؛

۵- امر بالمعروف او نهی عن المنکر کول، د لارې د آدابو څخه یو ادب دا هم دی،چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر به کوي، که بد کار دې ولید خلک به ور څخه منع کوې او په ښه کار به یې امر کوي؛

۶- له مرستې غوښتونکي سره  مرسته کول، که پر لارې چا درڅخه د خپل بار پورته کولو یا په وسائلو کې د مرستې غوښتنه وکړه،نو مرسته ورسره وکړئ او کار یې ورته آسانه کړئ؛

۷- له لارې څخه اذیتي شیان لرې کول، هغه شیان چې په لاره کې خلکو ته اذیت او آزار پرې رسېږي، د خلکو وسائلو ته ضرر په رسېږي د هغوی لیرې کول، دا هم د لارې د مهمو آدابو څخه دی؛

۸- په لارو کې قضاء حاجت نه کول، په لارو او کوڅو کې د قضاء حاجت کول د اسلامي آدابو خلاف دی ځکه په لاره کې هرڅوک تیرېږي یو خو دغه شخص چې دغه کار کړی خلک لعنت پر وایي او بل دا نده مناسبه چې دی پر لارې قضاء حاجت کوي، خلک تیرېږي رفت و آمد کوي، باید د قضاء حاجت لپاره پرده وشي، د خلکو له سترګو لرې ځای ته ولاړشي.

ح م عبدالله طیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button