
اسلامي امارت پېژندنه؛ د ټولو اړتیا !
د اشغال د دوو تورو لسیزو پر مهال ان تراوسه پورې چې د اسلامي امارت اړوند په رسنیو کې څومره تحلیلونه او تبصرې کېدلې؛ ټولې به یې ناسمې وې او د دوی اټکلونه به یو مخ غلط ثابتېدل. آن ډېرو مطرحو او په اصطلاح هغوی چې په رسنیو کې به ډېر حساب پرې کېده؛ تحلیلونه، تبصرې او اټکلونه یې د اسلامي امارت اړوند ډېر کمزوري او له واقعیتونو لرې و. د ځینو لخوا د حق پټونې هڅه، د افکارو او اذهانو ګمراه کول او نورې موخې به وي؛ چې تحلیلګران یې په غوښتل شوي توګه ناسمو تحلیلونو او پر واقعیتونو د سترګو پټولو ته اړ ویستل شوي وي؛ خو زما پر اند دوه ستر علتونه یې نور هم وو. د اسلامي امارت نه پېژندنه او بل دا چې سیاسي تحلیلونه کاملاً د سیکولر او بې دینه نظریاتو، معیارونو او حسابونو پر اساس و.
یو مطرح، مشهور او په اصطلاح د چارو کارپوه به په رسنیو کې د اسلامي امارت اړوند په یو بحث کې داسې خبرې وکړې، چې د یو نالوستي کلیوال افغان د خندا وړ به وګرځېد او معلومات به یې ترې ډېر و. ځکه دې کلیوال افغان به اسلامي امارت پېژانده او مبصر نه پېژاند!اسلامي امارت به ډېرو غټو قربانیو ته په اسانۍ ورمخته کېده؛ ترڅو خپل حریت وساتي او چارې یې د هېڅ لوري تر اغېز لاندې رانشي؛ خو تحلیلګرانو او مبصرینو، او ان حکومتونو یې دا کلک مستقل مزاج په وخت درک نه کړای شو؛ چې له امله یې ډېر کله په ناسمو او کږو لارو تګ کړی و او په پای کې به وپوهېدل چې لار یې غلطه کړې او غلط ځای راغلي.د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پر مهال زلمي خلیلزاد ته پاکستان ډاډ ورکړی و، چې د اسلامي امارت استازي به له قطر څخه پاکستان ته راوغواړي او دلته ورسره څو ورځني مذاکرات وکړئ. خلیلزاد همداسې وکړل. اسلام اباد ته په همدې تمه لاړ. خو اسلامي امارت ورته په ځواب کې وویل چې د مذاکراتو ځای دوحه دی. پاکستاني لوري به هم خلیلزاد په ټیټو سترګو ویلي وي، چې «جي! دا خلک چې ستاسو زور و زر مات نه کړای شول؛ نو موږ یې په زور راغوښتلی شو؟!»
خلیلزاد دری ورځې ورته په تمه پاتې شو او بلاخره نامراده او خړ مخ دوحې ته ستون شو.
د اسلامي امارت دریځونه او مواقف به د اسلامي شریعت پر اساس و او هر حالت به د اسلامي شریعت په تله، تلل کېدل او بیا به یې پر اړوند دریځ او موقف اختیار کېده؛ خو برعکس، تحلیلګر او مبصر به د اسلامي شریعت څخه کاملاً برعکس، په نورو معیارونو او حسابونو حساب کاوه او نظر به یې ورکاوه؛ چې نتیجه کې به د مبصر تبصره چوټ بې معنای ثابتېدله.
هدف دا، چې اسلامي امارت پېژندنه د ټولو لپاره یوه اړتیا ده او د ټولو لپاره ضرور ده. چې له پېژندنې وروسته به بیا د اسلامي امارت اړوند تحلیلونه او تبصرې یو څه ځای نیسي. د هېوادونو لپاره هم ضرور ده، چې د اسلامي امارت سره د تعامل لپاره اسلامي امارت په رسميت وپېژني، چې بیا به ورته دا کړنه اسانه شوي وي. بیا به پوه شوي وي، چې بېځایه بندیزونه، تهدیدونه او تور لېستونه یې پر وړاندې بې معنی دي او کوم څه چې مناسب دي، هغه د اسلامي امارت خپلواکۍ، ارزښتونو او موقفونو ته په احترام قایلېدل او وړ او پر ځای تعامل ته را وړاندې کېدل دي.
محمد آصف آزاد