
اسلامي امارت په سويډن کې د قرانکريم د سوځولو پېښه په کلکو ټکو وغندله
د افغانستان اسلامي امارت په سويډن کې د يوه کس له لوري د قرانکريم د سوځولو پېښه په کلکو ټکو وغندله.د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې اسلامي امارت په سويډن کې د يوه ليبرال افراطي له لوري د قران کريم د نسخې سوځول او د بيان د آزادۍ په پلمه د سويډني چارواکو له لوري داسې کار ته اجازه او امنيت ورکول په کلکو ټکو غندي.په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې د مسلمانانو په سپېڅلو ورځو کې د يو جومات دباندې د دا ډول کرغېړنو اعمالو اجازه ورکول د سويډني چارواکو له لوري دې سپېڅلي دين او کابو ۲ميليارده، پيروانو ته يې د سپکاوي پرته بل هېڅ مانا نه لري.د بهرنيو چارو وزارت له ټولو اسلامي هيوادونو او سازمانونو، په ځانګړې توګه له او ای سي څخه غوښتنه کړې، چې په نړۍ کې د داډول ناوړه کړنو په ځواب کې ټول اړين ګامونه پورته کړي.