اعلاميې

اسلامي امارت: په افغانستان کې د داعش په اړه د ايران د بهرنيو چارو د وزير وروستۍ څرګندونې  حقيقت نه لري

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ايران د بهرنيو چارو د وزير هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ګواکې د داعش مشران له عراق، سوريې او ليبيا څخه افغانستان ته نقل شوي دي.د ياد وزارت وياند په خپله ټويټر پاڼه د ايراني لوري دغه ادعا بې بنسټه بللې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ايران د بهرنيو چارو د وزير هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ګواکې د داعش مشران له عراق، سوريې او ليبيا څخه افغانستان ته نقل شوي دي.د ياد وزارت وياند په خپله ټويټر پاڼه د ايراني لوري دغه ادعا بې بنسټه بللې ده.سرچينې زياته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت امنيتي ځواکونو هم د اشغال پرمهال او هم د اشغال له پای ته رسېدو وروسته د داعش پرخلاف جدي او منظمه مبارزه کړې، چې په پايله کې يادې ډلې خپله تخريبي وړتيا له لاسه ورکړې ده.د بهرنيو چارو وزارت وياند همدارنګه ويلي، که چېرې ايران افغانستان ته د داعشيانو د اړولو په هکله معلومات لري هيله ده، چې شريک يې کړي ،ترڅو يې د افغانستان امنيتي ځواکونه په اړه لازم اجراء ات وکړي.‏نوموړي ويلي، چې (افغانستان له يادو عربي هيوادونو سره ګډه پوله نه لري، د دې‌ پر ځای چې پر نورو مسئوليت واچول شي، ښه داده چې هيوادونه د خپلو پولو د خونديتوب په برخه کې نړيوال مکلفيتونه ترسره کړي.)سرچينې زياته کړې ،چې اسلامي امارت هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان ملي امنيت ته ګواښ پېښ کړي او يا هم زموږ خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.نوموړي همدارنګه ويلي؛ ايراني چارواکو ته په کار ده ،چې د افغانستان په اړه د تشويش اچوونکو څرګندونو پرځای د دواړو ګاونډيو او دوستو هيوادونو او ولسونو ترمنځ پر رغنده اقتصادي، سياسي او ټولنيزو اړيکو تمرکز وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button