سیاست

اسلامي امارت په افغانستان کې د جنګي ډلو د نشتون په اړه د جوبايډن د څرګندونو هرکلی وکړ

اسلامي امارت د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر جوبايډن د هغو څرګندونو هرکلی وکړ، چې دمګړۍ په افغانستان کې جنګي ډلې شتون نلري.

اسلامي امارت د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر جوبايډن د هغو څرګندونو هرکلی وکړ، چې دمګړۍ په افغانستان کې جنګي ډلې شتون نلري.د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند په ټويټر پاڼه ليکلي، چې (موږ د متحده ايالتونو د رئيس جمهور جو بايډن دا څرګندونې ،چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې شتون نه لري د حقيقت درک بولو.))د بهرنيو چارو وزارت وياند همدارنګه ويلي، چې د امريکا د ولسمشر دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د بنديزونو د څار ډلې هغه راپور تکذيبوي، چې ګواکې په افغانستان کې تر ۲۰ډېرې جنګي ډلې شتون او فعاليت لري.‏سرچينې زياته کړې: (د اسلامي امارت پاليسي دا ده، چې هېڅ چاته به اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو په ضرر وکاروي.))د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ټينګار کړی، چې په دې اړه د اسلامي امارت کړنې د امريکا په شمول د هېچا په مرسته او فرمايش نه تر سره کېږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button