سرلیکنې

اسلامي امارت پر تعامل او اړيکو باور لري

 افغان مؤمن او مېړني ملت د خپل تاریخ په لړکې بې درېغه اولا مثاله قربانۍ ورکړې چې نړۍ کې یې بېلګه نه تر سترګو کېږي، دغه قربانۍ يې د کوم هدف لپاره ورکړي؟ روښانه ده چې د افغانانو دغه تکالیف او قربانۍ د دې لپاره وې چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شي او موږ هم یو ځواکمن، آزاد او خپلواک حکومت ولرو. نړیوال استعماري او  استکباري طاقتونه له موږ سره د اسلامي نظام په حاکمیت کې ستونزې لري او په مقابل کې یې خنډونه او ستونزې جوړوي، چې دا زموږ په کورنيو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده او د هېڅ برداشت او منلو وړ نه ده، خو بيا هم د اسلامي امارت دريځ دا دی، چې له نړۍ سره پر غوره تعامل او د سياسي او اقتصادي اړيکو پر پراختيا باور لري.

خو ددې معنا دا نه ده، چې اسلامي امارت دې د خپلو داخلي جوړښتونو په هکله د نړيوالې ټولني هره مشروع او نامشروع غوښتنه او فرمايش ومني، بلکې معنا دا ده، چې اسلامي امارت له نړۍ سره په متقابل احترام پر ولاړو او داسې اړيکو باور لري چې د افغان ملت ديني او ملي ارزښتونه په کې ساتل شوي وي.

د اسلامي امارت مسئولینو ته پکار ده، چې خپل ولس په غېږکې ونیسي، د ملت سالمو او شرعي غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي، د ملت لا ډېر حمایت ترلاسه کړي او په داسې مهارت له نړیوالو سره خپله بهرنۍ پالیسي جوړه کړي چې هم خپل اهداف خوندي وساتي او هم د خپل مسلمان او مجاهد ملت بېړۍ د نجات تر ساحله ورسوي. موږ نړۍ ته اړتیا لرو او نړۍ موږ  ته اړتیا لري. که له نړیوالو سره تعامل نه وي، موږ نشو کولی خپل تجارتي توکي نورو هیوادونو ته صادر کړو او همدارنګه موږ نشو کولی له نورو هیوادونو څخه واردات ولرو، نو په کارده چي یوله بل سره تعامل وکړو ، خپلې اړیکې له نورو هیوادونو سره غښتلې کړو ، یو له بل سره په هره برخه کې راشه درشه ولرو او د زده کړو بهیر له پخوا لاپسې غښتلی او چټک کړو. داځکه چې وخت لکه سره زر دي. باید زیار وباسو، نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو او د خپل ګران هیواد د پرمختګ لپاره مټې راونغاړو ترڅو په دې ترتیب خپل هیواد، د نړۍ له نورو پر مختللو هیوادونو سره د سیالۍ جوګه کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button