سرلیکنې

اسلامي امارت ولې تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی؟!

څه د پاسه دوه نيم کاله کېږي، چې د اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان ملت شل کلنه مبارزه بريا ته رسېدلې، د اشغال کرغېړن ټغر ټول شوی، د نشه یي توکو  کرکيله او قاچاق تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی، پر ټول هيواد يو مرکزي او ځواکمن اسلامي نظام واکمن شوی او د اداري فساد، غصب او  لوټماريو علمبرداران له هيواده تښتېدلي.

څه د پاسه دوه نيم کاله کېږي، چې د اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان ملت شل کلنه مبارزه بريا ته رسېدلې، د اشغال کرغېړن ټغر ټول شوی، د نشه یي توکو  کرکيله او قاچاق تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی، پر ټول هيواد يو مرکزي او ځواکمن اسلامي نظام واکمن شوی او د اداري فساد، غصب او  لوټماريو علمبرداران له هيواده تښتېدلي.

خو له دې ټولو لاسته راوړنو سره سره بيا هم تر اوسه پورې اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندل شوی، مهمه پوښتنه داده چې په دې برخه کې اساسي ستونزه چېرې ده او ولې نړيواله ټولنه د اسلامي امارت په رسميت پېژندلو کې زړور ګام نه پورته کوي؟

د سياسي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې اسلامي امارت  د رسميت پېژندلو لپاره ټول نړيوال نورمونه او معيارونه پوره کړي دي او په دې لاره کې له ټولو ستر خنډ امريکا او لوېديځه نړۍ ده، هغوی غواړي چې په دې ډول کړنو سره له افغان ملت څخه د خپلې ماتې کسات واخلي او دغه راز د رسميت پېژندنې له موضوع څخه په ګټې اخيستنې پر اسلامي امارت خپلې نامشروع غوښتنې ومني.

اسلامي امارت په کور دننه پر پراخ ملاتړ او ګڼو لاسته راوړنو سربېره نړيوالې ټولنې سره د تعامل په هکله هم ډېر ګامونه پورته کړي او لا هم هڅه کوي چې دغه اړيکې پياوړي شي، اسلامي امارت د سيمې له ډېرو هيوادونو سره دېپلوماتيکې اړيکې لري او سياسي استازي يې تګ راتګ لري.

هيواد کې د ګڼ شمېر هيوادونو سفارتونه او سياسي استازولۍ پرانيستې دي او په ګڼو نورو هیوادونو کې د افغانستان سياسي استازولۍ اسلامي امارت ته سپارل شوي.

د رسميت پېژندنې په برخه کې  اسلامي امارت له امريکا او لوېديځ سره د روسيې او چين له رقابتونو د خپل ځان په ګټه کار اخيستلي شي او کولی شي، چې په دې برخه کې د سيمې هيوادونه په اعتماد کې واخلي. دا چاره به نه يوازې د افغان حکومت د نه رسميت پېژندنې په هکله په ظاهره نړيوال يووالی مات کړي، بلکې افغانستان به د امريکا او لوېديځې نړۍ له غير قانوني فشارونو او نامشروع غوښتنو څخه هم وژغورل شي.

په دې برخه کې د اسلامي امارت ټول ارګانونه بايد د بهرنيو چارو وزارت ملاتړ وکړي، راتلونکي ګامونه په پوره هماهنګي واخلي او د افغانستان عليا مصالح دې په پام کې ونيول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button