ټولنه او کلتور

اسلامي امارت وايي د اهل هنودو غصب شوې ځمکې ور ته د زورواکو له منګولو بېرته راګرځوي

د افغانستان اسلامي امارت وايي، د زورواکو له لوري د افغان سیکانو او هندو لږکیو غصب شوې ځمکې ور ته بېرته راګرځوي.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون چې د هېواد په کچه د غاصبینو او زورواکو په واسطې د غصب شویو امارتي ځمکو د بررسۍ، تشخیص او تثبیت مسؤولیت په غاړه لري، د اهل هنود هېوادوالو د غصب شویو ځمکو د بررسۍ بهیر د هېواد په کچه پيل کړی دی.

یاد کمېسیون په مرکز او ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ته لارښوونه کړې ده چې د اهل هنود هېوادوالو ځمکې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر غصب لاندې نیول شوي او یا د جعلي وکالت لیکونو په واسطې د هغو د غصب احتمال وي، تثبیت او تشخیص کړي.

د یادو شویو هیئتونو راپور د غصب شویو ځمکو له تثبیت او تشیخص څخه وروسته، د کمېسیون له خوا بررسي کیږي او په دې هکله به لازم تصمیم ونیول شي؛ ځکه چې د لامالک ځمکې یعنې هغه ځمکې چې مالکان يې د هېواد په داخل کې حضور نه لري، حفاظت یې د نظام په غاړه دی.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې به یې تخنیکي هیئتونه د اهل هنود هېوادوالو د ځمکو د غصب مسئله په بشپړ دقت سره بررسي کړي ترڅو که چېرې غصب شوی وي او یا هم د غصب هڅې وجود ولري، مخنیوی یې وشي او غصب شوې ځمکې د هغو اصلي مالکانو ته راوګرځي.

زموږ هیله د اهل هنود هېوادوالو څخه دا ده چې د کمېسیون او د تخنیکي هیئت د اړتیا په صورت کې، خپل اسناد او کره معلومات له ولایتي تخنیکي هیئتونو سره شریک کړي ترڅو لازم اقدامات ترسره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button