سیاست او دولت

اسلامي امارت :هيله‌ لرو چې ايران کې د نوي حکومت په جوړېدوسره د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکې لا پياوړې شي

56 / 100

د هیواد د بهرنيو چارو وزارت، د ايران اسلامي جمهوريت د نوې جمهوررئيس د انتخاب له امله؛ د دغه هېواد ولس او نظام ته مبارکي ويلې ده.د بهرنيو چارو وزارت په خپاره شوي پيغام کې راغلي دي: ((د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت، د ايران اسلامي جمهوريت ولس او نظام ته د نوي حکومت د انتخاب له امله مبارکي وايي. د افغانستان اسلامي امارت هيله لري چې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره؛ د دواړو ګاونډيو او مسلمانو هېوادونو ترمنځ اړيکې په بېلابېلو برخو کې لا ټينګې او پراخې شي.))له دې وړاندې هم د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو مشرانو په جلاجلا پيغامونو کې، د ايران د جمهوررئيس په توګه د مسعود پزشکيان د ټاکل کېدو له امله مبارکي ويلې ده.مسعود پزشکيان د څه باندې ۳ ، ۱۶ ميليونه رايو په ترلاسه کولو سره، د ايران د نهم جمهوررئيس په توګه ټاکل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button