سرلیکنې

اسلامي امارت له نړۍ سره د اړيکو د پراختيا په حال کې!

نږدې درې کاله کېږي، چې د اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان ملت شل کلنه مبارزه بريا ته رسېدلې، د اشغال کرغېړن ټغر ټول شوی، د نشه یي توکو کرکيله او قاچاق له ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی، په ټول هيواد کې يو مرکزي او ځواکمن اسلامي نظام واکمن شوی او د اداري فساد، غصب او  لوټمارۍ علمبرداران له هيواده تښتېدلي. که څه هم له دې ټولو لاسته راوړنو سره سره بيا هم تر اوسه پورې اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندل شوی؛ خو په کور دننه پر پراخ ملاتړ او ګڼو لاسته راوړنو سربېره يې له نړيوالې ټولنې سره د تعامل په هکله هم ډېر ګامونه پورته کړي او لا هم هڅه کوي چې دغه اړيکې پياوړې شي، اسلامي امارت د سيمې له ډېرو هيوادونو سره ديپلوماتيکې اړيکې لري او سياسي استازي يې تګ راتګ کوي.

زموږ هيواد کې د ګڼ شمېر هيوادونو سفارتونه او سياسي استازولۍ پرانيستې دي او په ګڼو نورو هیوادونو کې د افغانستان سياسي استازولۍ اسلامي امارت ته سپارل شوي.

د دغو پرمختګونو په لړ کې د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف اسلامي امارت سره د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې يوازينی قدرت او مسئول جهت دی.

دغه راز وړمه ورځ د قزاقستان ولسمشر هم اسلامي امارت د ممنوعه سازمانونو له لېست څخه واېست او زياته يې کړه، چې هيواد يې له اسلامي امارت سره د اړيکو د پراختيا تابيا نيولې.

نړۍ او په ځانګړي ډول د سيمې هيوادونه هم اوس دې نتيجې ته رسېدلي، چې افغانستان سره اړيکو ته د خپلو ګټو له زاويې وګوري او په دې برخه کې د لوېديځ او امريکا فرمايشونو ته ډېره پاملرنه، ونه کړي.

د افغانستان اسلامي امارت نړۍ سره د اړيکو په برخه کې خورا څرګنده او روښانه پاليسي لري او په ډېر صراحت سره يې ويلي، چې د نړۍ له ټولو هيوادونو سره د ديني او ملي ګټو پر اساس ښې اړيکې غواړي.

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره سياست او د افغانستان د جغرافیایی موقعيت پر اساس ډېر هيوادونه تعامل او د اړيکو رغولو ته اړ اېستلي.

خو د اړيکو پراختيا دوه اړخيز بعد لري او له يوې خوا نه تامينېږي، بلکې هغه مهال يوې ښې پايلې ته رسېږي چې نور اړخونه هم خپل مسئوليت ترسره کړي.

اوس چې لوېديځ له اسلامي امارت سره د اړيکو د پراخولو برخه کې ستونزې ايجادوي، اسلامي امارت ته په کار ده، چې له اسيايي هيوادونو، په ځانګړي ډول د سيمې له هيوادونو سره د اړيکو پراختيا ته لومړیتوب ورکړي، په دې سره به نه يوازې نړۍ سره د اړيکو لا پراختیا ته لاره هواره شي، بلکې افغانستان به د لوېديځ له ناروا غوښتنو او سياسي فشارونو څخه هم وژغورل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button