سرلیکنې

اسلامي امارت سيمه کې د اقتصاد محوره سياست مخکښ!

54 / 100

 افغانستان د اسيا زړه ګڼل کېږي او د خپل مرکزي موقعيت او پراخو طبيعي زېرمو له امله په سيمه کې مهم ځای لري؛ خو تقريباً څلور لسيزې افغانانو له جګړو، وژنو، نا امنيو او کډواليو څخه رنځ وړی. په دې موده کې يې نږدې دوه ميليونه شهيدان ورکړي، همدومره ټپيان شوي، ډېرې کورنۍ بې سرپرسته شوي او همدا لامل دی، چې له خپلو طبيعي زېرمو يې مناسبه ګټه نه ده اخيستې.

افغانستان له جګړو او ناامنيو څخه ډېرې ترخې خاطرې لري. دلته هېڅ داسې کورنۍ نشته چې د جګړو او يرغلونو پر مهال يې د کورنۍ کوم غړی له لاسه نه وي ورکړی. نن هم چې افغانان په ګاونډيو او د نړۍ نورو هيوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي، لامل يې همدا يرغلونه او جګړې دي.

خو د الله تعالی په فضل او د افغان ملت د بې سارې مبارزې په برکت له تېرو څه کم درېوو کلونو راهيسې په ټول هيواد کې يو داسې ځواکمن اسلامي نظام حاکم شوی، چې د هيواد پر ټولو برخو ولکه لري، له نېکه مرغه د نوي اسلامي نظام په جوړېدو سره سرتاسري امنيت تامين شوی او د نا امنيو او ناخوالو ځای ډاډمن امنيت او خوښيو نيولی.

نوی افغان حکومت توانېدلی چې په ډېر لږ وخت کې او له نړيوالو محدوديتونو سره سره د مخدرو موادو او اداري فساد پر وړاندې رښتينې مبارزه وکړي او دغه راز د اقتصادي پرمختګ او خصوصي سکتور ته د ودې ورکولو برخه کې يې هم ګړندي ګامونه پورته کړي دي.

که څه هم نړيوالې ټولنې تر اوسه پورې د لوېديځ او په ځانګړي ډول د امريکا د‌ فشارونو له امله د افغانستان اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی؛ خو د‌ سيمې ګڼ شمېر هيوادونو د خپلو ګټو پر اساس اسلامي امارت سره تعامل ته مخه کړې او دغه لړۍ ورځ تر بلې د پراختيا په حال کې ده.

د‌ دوحې درېيمه ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون، د نړۍ او سيمې د هېوادنو استازو ته د افغان ملت د پيغامونو رسولو، د افغان ملت د ستونزو يادونه او دغه راز د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکتور ته د ودې ورکولو په هکله نړيوالو سره د اسلامي امارت د فعالیت په هکله معلوماتو شريکولو نړۍ سره د تعامل د لا پراخېدو هيلې زياتې کړي دي.

د دوحې ناستې ګډونوالو د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د سيمې په کچه د اقتصاد محوره پاليسۍ هرکلی کړی او ژمنه یې کړې چې له دغه فرصت څخه به ګټه پورته کوي.

د دوحې ناسته کې له ګډون وروسته د افغان پلاوي مشر هم په پلازمېنه کابل کې خبريالانو سره په خبرو کې دغه ناسته د افغانستان لپاره ګټوره بللې او زياته کړې يې ده،  چې نږدې ټولو هېوادونو له افغانستان سره د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او له نشه‌ يي توکو سره د مبارزې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.

د ښاغلي مجاهد په وينا د اسلامي امارت د پلاوي له لوري د خصوصي سکټور د پرمختګونو او د نشه‌یي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې په اړه معلوماتو ګډونوال حیران کړل او فکر یې نه کاوه، چې اسلامي امارت به په دواړو برخو کې دومره لویې لاس ته راوړنې ولري.

د دغې غونډې له ټولو مهمه لاس ته راوړنه دا وه چې نږدې ټولو هېوادونو له افغانستان سره پر دواړو ټاکل شویو موضوعاتو (د خصوصي سکټور پیاوړتیا او نشه‌ يي توکو سره د مبارزې برخه) کې د همکارۍ ژمنه کړې او هغه یې د هېوادونو مکلفیت بللی دی.

اسلامي امارت له پيله نړۍ او سيمې سره د مثبتو او پر متقابل احترام د ولاړو اړيکو او تعامل غوښتنه لري او د يو متوازن سياست پاليسې يې غوره کړې ده. اسلامي امارت نه غواړي، چې افغانستان د جګړو او زور ازمايلو ډګر وي، بلکې په مکرر او واضح ډول يې ويلي، چې غواړي افغانستان د نړيوال تجارت او ترانزيټ او دغه راز د سترو او حياتي پروژو د تطبيق لپاره د وصل او پيوستون رول ولوبوي.

د چارو کارپوهان په دې اند دي، چې اوس نړۍ او په ځانګړي ډول د سيمې هيوادونو دغه نقطه درک کړې ده او غواړي چې د افغانستان له مشروع نظام اسلامي امارت سره سياسي او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي او له دې سره د سيمې په کچه د ټاپي، کاسا۱۰۰۰ او د افغانستان له لارې د ریلپټلۍ پر مټ د ازبيکستان او پاکستان د نښلوونکې افغان-ترانس په څېر سترو اقتصادي پروژو تطبيق ته لاره هواره شي او په سيمه ييزه کچه اقتصادي پرمختګ او ثبات رامنځته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button