اقتصاد

اسلامي امارت:  رغنيزې پروژې کورنيو شرکتونو ته په قرارداد ورکوو

د رياست الوزراءء کفيل او سياسي مرستيال وړمه ورځ د ودانېزو شرکتونو له يو شمېر مالکانو او مسئولينو سره وکتل.

د رياست الوزراءء کفيل او سياسي مرستيال وړمه ورځ د ودانېزو شرکتونو له يو شمېر مالکانو او مسئولينو سره وکتل.يادو مسئولينو په دغې کتنه کې وويل، چې د ودانيو، سړک او د لويو بندونو جوړولو په برخه کې لوړ ظرفيت لري او چمتو دي، چې د هيواد د آبادۍ په موخه په کمه بيه رغنيزې پروژې پيل کړي.هغوی زياته کړه، چې د اسلامي امارت له لوري د پراختيايي پروژو په پيل سره د ودانيزو شرکتونو کارونه پيل او ګڼو کسانو ته دندې پيدا شوې دي. يادو مسئولينو د ودانيزو شرکتونو د ښه فعاليت او غوره خدمتونو په موخه د کاري جواز اخيستنې، د بانکي تضمينونو دتنظيم او له هغو څخه د مالياتو راټولولو په برخه کې د رياست الوزراء کفيل ته يو لړ وړاندېزونه وکړل. د رياست الوزراء کفيل په ودانيزو چارو کې د افغاني شرکتونو پر ظرفيت خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې اسلامي امارت به د افغان انجنيرانو او شته ظرفيت پر مټ افغانستان ورغوي او د لا نورو لويو پروژو د پيل تکل لري. نوموړي په پای کې د ودانيزو شرکتونو مالکانو او مسئولينو ته ډاډ ورکړ، چې د هغوی پر وړانديزونو به د اصولو په رڼا کې غور وکړي او همدارنګه به حکومت ټولې رغنيزې پروژې د کورنيو شرکتونو د ملاتړ لپاره هغوی ته وسپاري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button