سیاست او دولت

اسلامي امارت: د کابل او بيجېنګ اړيکې د پراختيا په حال کې دي

د اسلامي امارت وياند، ذبيح الله مجاهد وايي: افغان حکومت له چين سره رسمي تعاملات لري او بيجينګ په افغانستان کې د پانګونو لپاره هڅې کړې دي.د نوموړي په خبره، د کابل او بيجينګ اړيکې ورځ په ورځ د پراختيا په حال کې دي. 

د اسلامي امارت وياند، ذبيح الله مجاهد وايي: افغان حکومت له چين سره رسمي تعاملات لري او بيجينګ په افغانستان کې د پانګونو لپاره هڅې کړې دي.د نوموړي په خبره، د کابل او بيجينګ اړيکې ورځ په ورځ د پراختيا په حال کې دي. له دې سره سم، د قطر د يوه پوهنتون استاد هم وايي، چين د افغانستان د پرمختګ لپاره مهم نقش لري.د اسلامي امارت وياند، ذبيح الله مجاهد وايي:  (( د افغانستان او چين اړيکې ډېر ښه حالت کې دي، رسمي تعاملات لرو، تګ راتګ شته، په ځانګړې توګه چين افغانستان کې اقتصادي برخه کې د پانګونې لپاره ډېرې هڅه کړي.))ورته مهال د قطر په دوحه کې د پوهنتون يوه استاد او څېړونکي له رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانستان په پرمختګ کې د چين رول مهم ګڼلی دی.سلطان برکات ويلي: د افغانستان په اړه د چين څرګندونې له نورو ډېرې اورېدل کېږي.سلطان برکات ويلي:  (( چين په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ رامنځته کولی شي او د نورو په پرتله يې په افغانستان کې څرګندونې ډېرې اورېدل کېږي.))د سياسي چارو شنونکي، سليم پيګير طلوع‌نيوز ته ويلي:  (( موږ بايد له چين سره ډېر په احتياط مخکې لاړ شو، ځکه چين د افغانستان خلکو سره مينه نه لري، بلکې د افغانستان له کانونو سره مينه لري، افغانستان بايد له دې په خپله ګټه کار واخلي.))د نړيوالو چارو شنونکي، محمد ايمل دوست‌يار هم وايي: (( چين په ټوله کې د افغانستان په وړاندې نرم سياست لري، له دې ټکې بايد کار واخلو او چين افغانستان ته اړتيا لري.))افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته، که څه هم د چين په ګډون تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلي ، خو چين په بې ساري ګام سره بلال کريمي په بيجينګ کې د اسلامي امارت د سفير په توګه ومانه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button