سرلیکنې

اسلامي امارت د هيواد يوازينی مسئول آدرس!

شاوخوا دوه نيم کاله وړاندې د افغانستان اسلامي امارت پر ټول هيواد حاکمیت ترلاسه کړ، د اشغال ټغر يې ټول کړ، سرتاسري امنيت يې تامين کړ، د نشه يي موادو او فساد په وړاندې يې رښتينې او موثره مبارزه وکړه، ټولې ملکي او نظامي ادارې يې فعالې ساتلي او ولس ته خدمات وړاندې کوي.

شاوخوا دوه نيم کاله وړاندې د افغانستان اسلامي امارت پر ټول هيواد حاکمیت ترلاسه کړ، د اشغال ټغر يې ټول کړ، سرتاسري امنيت يې تامين کړ، د نشه يي موادو او فساد په وړاندې يې رښتينې او موثره مبارزه وکړه، ټولې ملکي او نظامي ادارې يې فعالې ساتلي او ولس ته خدمات وړاندې کوي.

واک ته له رسیدو سره سم اسلامي امارت په خورا څرګند ډول له نړۍ سره د ډيپلوماتيکو او اقتصادي اړيکو پراختيا ته ليوالتيا وښودله او عملاً يې د دې کار لپاره هڅې هم پيل کړې.

اوس د سيمې او نړۍ له ډېرو هيوادونو سره اسلامي امارت دوه اړخيز تعامل، سياسي او اقتصادي اړيکې لري، په ډېرو هيوادونو کې د افغانستان سياسي نمايندګۍ اسلامي امارت ته سپارل شوي او د ډېرو نورو هيوادونو نمايندګۍ بيا په پلازمېنه کابل کې پرانيستي دي او دغه اړیکې د لا پراختیا په حال کې دي،دا يو ښه پرمختګ دی.

خو نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول ملګروملتونو په دغې برخه کې د افغانستان د قانوني حقونو ورکړه کې نه يوازې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې ناغيړي او بهانې کړي دي، بلکې اوس هم عملاً دغه کار ته ادامه ورکوي.

 د روانې میلادي میاشتې په ۱۸ مه نيټه د قطر پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ د افغانستان لپاره د سيمې او نړۍ د ګڼ شمېر هيوادونو د ځانګړو استازو دوهمه دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه.

تمه کېده چې په دغې غونډه کې به د افغانستان په نمايندګۍ د اسلامي امارت پلاوی د يوازيني مسئول آدرس په توګه ګډون وکړي او نړۍ سره د اړيکو د پراختيا په لاره کې د پرتو خنډونو په هکله به مخامخ او جدي خبرې وشي؛ خو له غونډې يوه ورځ وړاندې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې اعلاميه کې له خپل لوري د نه ګډون خبر ورکړ شو.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې څرګنده شوې ده، چې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ته يې په څرګند ډول ويلي و، چې د اسلامي امارت استازي باید په دغې غونډه کې د افغانستان په استازيتوب د يوازيني مسئول آدرس په توګه ګډون وکړي؛ خو په دې برخه کې يې د ملګرو ملتونو مثبت ځواب ونه مونده او پرېکړه وشوه، چې په دغه ډول غونډه کې ګډون بې ګټې دی.

په داسې حال کې چې اسلامي امارت د هيواد پر ټوله جغرافیه حاکم دی، يو افغان منلی مرکزي حکومت لري او نړۍ ته يې په څرګند ډول ويلي چې له خاورې يې هيچا ته ګواښ نه دی متوجه، بيا هم د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له لوري د رسميت پېژندنې او ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ نه سپارل هيڅ مجوز نه لري.

ملګري ملتونه بايد د يو څو هيوادونو د ګټو او د هغوی د اهدافو د تعقيب پر ځای خپلو بنسټيزو موخو ته پاملرنه وکړي او نور د نړۍ د هيوادونو ترمنځ د مور او ميرې چلند ته د پای ټکی کېږدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button