
اقتصاد
اسلامي امارت د هرات زلزله ځپلو لپاره کورونه جوړوي
اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند هرات ته په سفر کې ویلي چې په دغه ولايت کې د زلزلې له امله له ۱۲۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ پورې د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي. هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د هغو کورنیو لپاره معیاري او اساسي کورونه جوړوي چې کورونه یې ړنګ شوي دي.