
اسلامي امارت د معتادينو لپاره څومره مثبت ګامونه پورته کړي؟
لکه څنګه چې اسلامي امارت يواځې د اسلام او افغانانو لپاره خپله مبارزه پيل او د جهاد ډګر ته يې راودانګل، يواځينی هدف يې د الله رضاء او د افغان مسلمه امت له اشغاله خلاصون و، نه يې د لوږې پروا لرله،نه يې د تندې او نه يې هم جېلونو، بمبارونو او شکنجو هدفونه کمزوري کړل، بلاخره يې د الله په نصرت خپل هدف راخپل او د اشغال سپيره ټبر يې ورټول کړ، له دې سره سره يې د افغانستان خلکو ته خپل خدمتونه جاري او د الله پاک د قوانينو مطابق يې خپل کارونه په مخ بوتلل، دا چې دوی په افغانانو ډېر زړه سواندی او دوی ته يې د ترحم تخم په خپلو زړونو کې له پخوا شيندلی و، نو پر همدې اساس دوی هم له افغانانو سره په هغو کارونو کې مرسته پيل کړه ،چې هغه د افغانانو د ضعف نښانې وي، له دې جملې يې بېوزلو او سوالګرو ته کاري زمينه برابره کړه او همدارنګه يې د معتادينو له قطاره د دوی اکثره وګړي، د درملنې مرکزونو ته انتقال کړل، په دوی يې د تداوۍ په شمول اسلامي ،عصري او عقيدوي درسونه شروع او د الله په فضل به يې په ډېره کمه موده کې له دې ناوړه ناروغۍ خلاص او د خپلو کورونو په لور استول، له دوی هم ټولو افغانانو په ځانګړې توګه معتادينو د زړه له کومي مننه وکړه او دوی ته يې د لاښه خدمت کولو د توفيق سوال د الله تعالی له درباره وکړ. الله تعالی دې دوی تل د افغانانو خادمين، د اسلام مدافعين او د حضرت رسول الله (ص) متابعين وګرځوي او الله تعالی دې له دوی دا خدمت په خپل عالي دربار کې قبول او منظور کړي.
خاکسار پکتياوال